1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

آلمان؛ ۷۰ مهاجر په یوه کمپ کې په کرونا اخته شوي

۱۳۹۹ اردیبهشت ۲۹, دوشنبه

یو ځل بیا د مهاجرو په یوه کمپ کې د کرونا ویروس خپور شوی دی. بن ته څیرمه په سانکت اوګستین کې د ۷۰ کسانو د ټېسټ پایله مثبته ختلې ده. د کمپ د نورو اوسیدونکو د ټېسټ نتیجه لا نه ده اعلان شوې.

https://p.dw.com/p/3cNSB
Coronavirus - St. Augustiner Flüchtlingsheim
انځور: picture-alliance/dpa/M. Kusch

د سیمې د اړونده چارواکو د وینا له مخې په کمپ کې په ټوله کې ۳۰۰ کسان معاینه شوي دي. زیاته شوې ده چې له دغې ډلې یې ۷۰ تنه د کرونا په ویروس اخته ول چې اوس په یوه تجرید شوې برخه کې ساتل کیږي. د نورو کسانو د معاینې نتیجې ته انتظار کیږي.

د ځایي چارواکو په وینا په دغه کمپ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو زیات یې د دغې ناروغۍ سخت علایم نه لري. دا چې په کمپ کې کارکوونکي او همداشان د امنیت له پاره مؤظف کسان هم په دغه ویروس اخته شوي، لا معلومه نه ده. زیاته شوې ده چې ۶۰ کسان چې د کرونا ویروس د معایناتو نتیجه یې منفي وه نورو ځایونو ته انتقال شوي دي.

په دغه کمپ کې د ۶۰۰ کسانو د ځایدو ظرفیت شته، چې شا او خوا ۵۰۰ کسان پکې اوسیدل. د سانکت اوګستین د مهاجرو کمپ په نورد راین ویستفالن ایالت کې پر نورو کمپونو د مهاجرو د ویشلو اصلي مرکز دی.

د مهاجرو تر ثبتیدو وروسته پر نورو کمپونو تر ویشل کیدو دمخه هغوی معمولا یوه اوونۍ په دغه کمپ کې پاتېږي. د کمپ زیاتره اوسیدونکي ځوانان دي خو کورنۍ هم دغلته اوسیږي.

د آلمان زرغون ګوند له لوري انتقاد شوی دی. د دغه ګوند د نورد راین ویستفالن د پارلمان غړي هورست بېکر د «کولنر شتات انڅایګر» ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي دي: «موږ څو وارې دا غوښتنه کړې وه، چې په کمپ کې د [کرونا ټېسټ] ترسره شي.» د هغه په خبره دا ښیې چې دغه چاره ډیره ناوخته ترسره شوې ده.

ورته پيښې

تر دې دمخه هم د نورد راین ویستفالن ایالت په اویز کېرشن او مېتمن کې دغه ډول پيښې رامنځ ته شوي دي. په اویزکېرشن کې د مهاجرو په یوه کمپ کې تر۵۰ زیاتو کسانو د کرونا ویروس د ټېسټ پایله مثبته ختلې وه او دوسلدورف ته څیرمه په مېتمن کې هم د مهاجرو په یوه استوګنځای کې تر ۳۰ زیات کسان د کرونا ویروس په دغه نوي ډول باندې اخته شوي ول.

په تیرو وختونو کې د آلمان ایالتونو هڅه وکړه چې د ټېسټونو، قرنطین، د پاکۍ د سختو قوانینو او په ډله ایز شکل د خلکو پر راټولیدو باندې پر بندیز لګولو سره د دغه ویروس د خپریدو مخه ونیسي. پر دې سربیره په کمپونو کې د ماشومانو په ډله ایز شکل د تدریس لړۍ دریدلې ده. همداشان دا هڅه هم شوې ده چې په کمپونو کې اوسیدونکو کسانو ته د دغه ویروس د خپریدو د خطر په اړه په بیلا بیلو ژبو کې معلومات ورکړل شي.

زموږ له آرشیف څخه: