1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآلمان

آلمان: یو کس په ډزو وژل شوی او يوه پولیسه ټپي شوې

۱۴۰۳ فروردین ۱۱, شنبه

د آلمان پولیس وايي د دغه هېواد په شمالي ښار نینبورګ کې د شنبې په ورځ چاړه په لاس یو کس وژل شوی او د پېښې پر مهال ډزو کې د پولیسو یوه افسره ټپي شوې ده. د وژل شوي کس عمر ۴۶ کاله ښودل شوی دی.

https://p.dw.com/p/4eHKR
د نیدرزاکسن ایالت د نينبورګ ښارګوتي - پولیس وايي د مارچ په ۳۰مه پېښه کې وژل شوی چاړه په لاس کس ۴۶ کلن وو
د نیدرزاکسن ایالت د نينبورګ ښارګوتي - پولیس وايي د مارچ په ۳۰مه پېښه کې وژل شوی چاړه په لاس کس ۴۶ کلن ووانځور: Moritz Frankenberg/dpa/picture alliance

د آلمان خبري آژانس په حواله، پولیسو د نیدر زاکسن ايالت په یاد ښارګوټي د پېښې په ځای کې وروسته له هغې حاضر شول، چې هلته یو ۴۶ کلن سړي له چړې سره ليدل شوی وو. 

ځايي ورځپاڼې، دي هارکه، په خپلې ويب پاڼې د عيني شاهدانو له قوله ليکلي چې دوی د پېښې په ځای کې د څو ډزو غږونه اوريدلي دي.

بيلډ آلمانۍ ورځپاڼې بیا ويلي چې په چړې مسلح کس په منډه یو اپارتمان ته داخل شو چې بیا د پولیسو په ډزو ووژل شول.

په پېښه کې د پولیسو ټپي شوې افسره په چورلکه کې روغتون ته رسول شوې ده. د آلمان خبري آژانس رپوټ کې د پېښې په هکله نور جزئیات نه دي ورکړي او نه هم د وژل شوي شخص هويت ښودل شوی دی.
آ/م.ک.ص./ا.ا.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب