1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

که تدابير مراعت نه سي، لس ميليون انسانان په کرونا اخته کيږي

۱۳۹۸ اسفند ۲۸, چهارشنبه

په آلمان کي رابرت کوخ انستيتوت ويلي دي چي ښايي تر يو څو مياشتو پوري لس ميليونه انسانان په دغه هیواد کي د کرونا په ويروس اخته سي. د آلمان صدراعظمه به نن ماښام د کرونا ويروس په وړاندي د تدابيرو په هکله وينا وکړي.

https://p.dw.com/p/3Zdvm
Deutschland | Coronavirus - Abstrich-Zentrum Stuttgart
انځور: picture-alliance/dpa/S. Gollnow

 د رابرت کوخ انستيتوت مشر لوتار ويلر د چهارشنبې په ورځ په برلين کي وويل، چې دا ډول يوه سناريو به هغه وخت په حقيقت بدله سي چي د آلمان د حکومت له خوا وضعه سوي تدابير مراعات نه سي. د هغه په خبره: موږ ددغي ناروغۍ له يوه چټک پرمختگ سره مخامخ يوو.

ويلر له خلکو څخه غوښتنه کوي چي خپلي ټولنيزي اړيکي رامحدودي کړي او زياتوي چي دغه ويروس يوازي او يوازي د انسان له خوا بل انسان ته انتقاليږي.

Berlin | Pressekonferenz: Lothar H. Wieler, Präsident des Robert Koch-Instituts
په برلین کی د رابرت کوخ انستیتوت رییس لوتار ویلرانځور: picture-alliance/dpa/B. v. Jutrczenka

په دې ترڅ کي د رابرت کوخ انستيتوت په ټول آلمان کي د څه ناڅه ۸۲۰۰ مثبتو پيښو د ثبت په اړه معلومات تر لاسه کړي چي د تيري ورځي په پرتله پوره ۱۰۰۰ تنه زياتوالی ښيي.

له بلي خوا د آلمان صدراعظمه انگيلا ميرکل به هم نن ماښام د تلويزيون له لاري د کرونا ويروس د پراخيدو په وړاندي د آلمان د حکومت د تدابيرو په هکله معلومات ورکړي.

د عيسوي نوي کال په مناسبت ويناوو څخه پرته ، دا اول وار دی چي ميرکل د خپلي صدراعظمۍ په دوره کي د تلويزيون له لاري مستقيماً، اولس ته خپله وينا اوروي.