1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: ډاکټران د کوچنیانو له روژه نیولو سره مخالفت لري

۱۳۹۷ اردیبهشت ۲۴, دوشنبه

په آلمان کي ډاکټرانو په هغو مسلمانو کوچنیانو کې د سردردۍ، معده دردۍ، او کمزورۍ علایم تشخیص کړي چي روژې نیسي. د هغوی په نظر ددې کار له پاره، د حل فقط یوه لار موجوده ده.

https://p.dw.com/p/2xgZB
Köln Ramadan Junge beim Gebet in türkischer Moschee
انځور: picture-alliance/dpa/O. Berg

په آلمان کي د کوچنيانو او تنکي ځوانانو د اتحاديې ډاکټرانو د روژې میاشتي په رارسېدو سره،  له مسلمانو والدینو څخه غوښتي دي چې خپل کوچنیان مجبوره نه کړي چي روژې ونیسي. دغي اتحاديې په برلین کي په دې اړه خپل دریځ کي روښانه کړې چي «والدین باید د خپلو کوچنیانو په فکر کي اوسې چي اولادونه یې د ورځي له خوا هم په کافي اندازه اوبه وڅښي.»

ډاکټران بیا لارښوونه کوي چي میندي او پلرونه باید د روژې په میاشت کي خپلو اولادونو ته د شربتو، کولا او لیمو د اوبو پرځای یوازي د ساده او صحي اوبو د څښلو توصیه وکړي.

له څوارلس کلنۍ څخه روژه فرض ده

له مذهبي لحاظه روژه پر څوارلس کلنۍ باندي فرض گڼل کیږي. یوازي هغه ښځي چي امید واره وي او یا ماشوم ته شیدې ورکوي، همدارنگه کوچنیان، ناروغه او زاړه کسان د روژې له نیولو څخه معاف دي.

د کوچنیانو د ډاکټرانو په حواله هغه کوچنیان چي بلوغ ته نه وي رسیدلي باید هغومره ورځي روژې ونیسي چي په وس او قدرت کي یې وي. خو زیاتره وخت د میندو او پلرونو زیاته توقع، کوچنیان تر سخت فشار لاندي راولي.

Gaza Ramdan 2016
فلسطینی نجوڼي د روژې په میاشت کی د قرآنکریم د لوستلو په حال کیانځور: picture alliance/dpa/Zumapress

ډاکټران وايي چي «له صحي پلوه، د روژې نیول د کوچنیانو او تنکي ځوانانو صحت ته تاوان رسوي، په تیره بیا چي اوبه ونه څښي.» هغوی زیاتوي «موږ د روژې په میاشت کي له داسي کوچنیانو سره مخامخ کیږو چي کم قوته وي، فکري تمرکز نه لري، ځیني یې په مکتب کي تر درس وروسته سمدستي موږ ته له دې کبله راوستل کیږي چي د ضُعف په حالت کي وي، سردردي لري او یا یې هم معده درد کوي.»

زیاتره کوچنیان د سهار له خوا بې خوبه وي

د نوموړو ډاکټرانو د اتحاديې په رپوټ کي دا هم راغلي دي چي سږکال د روژې میاشت د مکتب د درسونو له یوه مهم وخت سره برابره ده. له همدې کبله ښايي دغه میاشت د زده کوونکو پر نمرو باندي ناوړه اغیزه وکړي.

له بلي خوا د هغوی خوب هم نه پوره کیږي، دا ځکه چي باید پیشلمي ته راویښ کړای سي. همدارنگه د ښوونکو اتحادیو هم په تیرو کلونو کي په دې هکله ورته اندیښنې څرگندې کړي دي.