1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان په کال کې یونيم ميلیون مسلکي مهاجرو ته اړتیا لري

۱۴۰۲ تیر ۱۲, دوشنبه

د آلماني کارپوهانو په آند، دغه هیواد د مسلکي کارکوونکو د کمښت د حل له پاره، لا ډېرو مهاجرو ته اړتیا لري. د آلمان حکومت په وروستيو کې د پارلمان د غوڅ اکثریت په رایو سره د مسلکي قوې قانون تصویب کړ.

https://p.dw.com/p/4TMKx
 د آلمان د اقتصادي کارپوهانو د شورا مشره مونیکا شنیتسر له خپلو همکارانو سره
د آلمان د اقتصادي کارپوهانو د شورا مشره مونیکا شنیتسر له خپلو همکارانو سره انځور: Bernd von Jutrczenka/dpa/picture alliance

«د آلمان د اقتصادي کارپوهانو د شورا» مشري مونیکا شنیتسر، آلمانۍ ورځپاڼې «زود دويچه څايتونګ» ته وويل: «آلمان په کال کې يونيم میلیون نوو مهاجرو ته اړتیا لري، په هغه صورت کې چې موږ په کال کې ۴ لکه نوي اتباع ولرو او په دې ترتیت وغواړو د خپلې کاري قوې شمېر حفظ کړو.»

مېرمن مونيکا شنيتسر ټينګار وکړ: «موږ په سملاسي توګه د ښه راغلاست یو کلتور ته اړتیا لرو. که د «انتل» شرکت د آلمان په مګديبورګ ښار کې یوه فابريکه جوړه کړي او وغواړي چې له پاره ېې بهرني مسلکي کاري قوه هم ولري، باید هغوی [کاري قوه]هم د ښه راغلاست ویلو احساس ولري.» انتل یو څو ملیته امریکايي شرکت دی.

ورته نور ولولئ: د مسلکی کسانو کمښت: بیروکراسي مهاجرت سختوي

د آلمان د «اقتصادي کارپوهانو د شورا» مشرې زیاته کړه چې د مسلکي کاري قوې نوی قانون په همدې مسير کې قرار لري. خو د هغې په خبره، په دې برخه که لا ډېر کار ته اړتیا ده: «د بېلګې په توګه د بهرنیو چارو ادارې باید مهاجر ناهېلې نه کړي، بلکې د هغوی له پاره خدمات وړاندې کړي.»

مېرمن شنيتسر، آلماني ژبې سره د بلدتيا موضوع ته هم اشاره وکړه: «موږ نه باید داسې توقع ولرو چې مسلکي کاري قوه دې بايد د هر کار له پاره آلماني ژبه زده وي، بلکې باید داسې شرایط اماده کړو چې د بهرنیو چارو د ادارو کارکوونکي له انګلیسي ژبې سره بلد وي.»

د آلمان له درو ګوندونو څخه جوړ ائتلافي حکومت، یوه نیمه اوونۍ مخکې د آلمان په فدرالي پارلمان کې د رايو په غوڅ اکثریت سره د مسلکي کاري قوې قانون تصویب کړ.

ورته نور ولولئ: آلمان په څلورو برخو کې د ۳۱۰ زره مسلکيانو له کمښت سره مخ دی

په دغه قانون کې له شته نوښتونو څخه یو ېې د نوي « فرصت کارت» او هغه پورې اړوند د (پاینت) امتیازي سیستم دی. د فرصت دغه کارت، هغو بهرنیانو ته چې تر اوسه ېې په آلمان کې ځان ته کار نه دی پیدا کړی، اجازه ورکوي چې د کار د پيدا کولو په موخه د یو کال له پاره آلمان ته داخل شي.

دغه کارت هغو کسانو ته ورکول کيږي چې مشخص شرایط ېې بشپړ کړي وي، يعنې آلماني یا انګلیسي ژبې سره بلدتیا ولري، په آلمان کې له موجوده روابطو او د ژوند له شريک (ښځه یا مېړه) سره چې د آلمان د کار په بازار کې مدغم وي، د ملتیا پوتانشیل ولري.» دغه کارت همدارنګه د دې اجازه ورکوي چې په شرایطو برابر یو کس د کسب موندلو او یا د آزمایشي کار په جریان کې په اوونۍ کې تر ۲۰ ساعتونو پورې کار وکړي.

ورته نور ولولئ: په آلمان کې د مسلکي کسانو د کمښت په هکله نوی ریکارډ

د تکنالوژي په برخه کې مسلکي کسان، باید په راتلونکې کې د پوهنتون د فراغت سند پرته هم آلمان ته د راتلو اجازه ولري، په هغه صورت کې چې د مسلکي وړتیا مشخص سند وړاندې کړي.

په دې برخه کې د آلمان د اقتصادي کارپوهانو د شورا مسئوليت، د آلمان سیاسي مسئولینو ته د مشورو ورکول دی.

پر ورته موضوع یو انځوریز البوم وګورئ: