1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان په مارچ مياشت کې د داعش پرضد ماموریت پای ته رسوي

۱۳۹۸ آبان ۳, جمعه

د آلمان پوځ غواړي چې د داعش پر وړاندې خپل پوځي ماموریت د راتلونکي میلادي کال په مارچ میاشت کې پای ته ورسوي، داسې یو اقدام چې حاکم ائتلافي حکومت یعنې مسیحي ديموکرات اتحاد او سوسیال ديموکراتان یې سره پاشلی دی.

https://p.dw.com/p/3RuM5
Bundeswehr in Jordanien
انځور: picture-alliance/dpa/M. Kappeler

د آلمان پارلمان د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۹م کال د اکتوبر ۲۴مه)، په سوریه او عراق کې د داعش ترهګرې ډلې پر ضد د دې هیواد د پوځي ماموریت د پای له پاره مثبته رایه کارولې ده. ټاکل شوې د آلمان د پوځ دغه ماموریت د ۲۰۲۰م کال په مارچ میاشت کې پای ته ورسیږي.

په دې ترڅ کې مسیحي ديموکراتان او سوسیال ديموکراتان بیا د ماموریت د پای په اړه سره هم نظره نه دي. مسيحي ديموکراتان په دې هڅه کې دي چې د داعش ډلې پرضد د آلمان پوځي ماموریت لا وغځیږي، خو سوسیال دموکراتان بیا غواړي چې د آلمان پوځ په دغه راز یوه نړیوال ائتلاف کې خپل نقش ته د پای ټکی کیږدي.

د آلمان د حکومت په ائتلاف کې شریک ګوند یعنې سوسیال ديموکرات ګوند د ماموریت د مودې له غځولو سره اختلاف لري او استدلال کوي چې د آلمان پخوانۍ دفاع وزیرې اورزولا فون دیر لاین له پارلمان سره ژمنه کړې وه چې د اسلامي دولت یا داعش پر وړاندې دغه ماموریت به پای ته ورسیږي.

دغه ماموریت د روان کال د اکتوبر په پای کې پای ته رسیږي، او په عادي حالاتو کې د یوه کال له پاره د پارلمان له لوري تمدیدیږي، خو دا ځل پارلمان بیا یوازې د شپږو میاشتو له پاره تمدید کړی دی.

آلمان اوسمهال په اردن کې د امریکا متحده ایالاتو په مشرتوب د داعش ډلې پر وړاندې د مبارزې په نړیوال ائتلاف کې څلور جټ جنګي الوتکې، یوه ستره رادار لرونکې الوتکه او بله داسې الوتکه لري چې په هوا کې نورو الوتکو ته تيل ورکوي.

د آلمان پارلمان د داعش ضد خپل پوځي ماموریت یوازې د شپږو میاشتو له پاره تمدید کړی دی.
د آلمان پارلمان د داعش ضد خپل پوځي ماموریت یوازې د شپږو میاشتو له پاره تمدید کړی دی. انځور: picture-alliance/dpa/C. Gateau

په ورته وخت کې د آلمان پارلمان په عراق کې بیا خپل پوځي ماموریت د یوه کال له پاره تمدید کړی دی.

د داعش پر وړاندې د آلمان د پوځي ماموریت د پای پریکړه داسې مهال کیږي چې د دې هیواد د دفاع وزیرې انیګریت کرمپ کارنباور د سوریې په شمال کې د یوې داسې خوندي حوزې وړاندیز کړی دی چې پکې نړیوال پوځیان میشت وي.

امریکا متحده ایالاتو بیا آلمان هڅولی څو د داعش پر وړاندي مبارزې په برخه کې په نړیوال ائتلاف کې خپل حضور ته ادامه ورکړي.