آلمان په لبنان کي سمندري ماموريت نورو ته سپاري
۱۳۸۶ اسفند ۱۰, جمعهاعلان
ددغه ماموريت مشري، په راتلونکي کي يوه سمندري اتحاديه په غاړه اخلي، چي د ايټاليې، فرانسې، هسپانيې او پورتګال څخه جوړه ده. دغه ماموريت په 2006 مېلادي کال کي د اسرايلو- لبنان تر جنګ وروسته پيل سوی دی. په هغه مراسيمو کي، چي د قوماندي د سپارلو له کبله جوړېږي د آلمان ددفاع وزير Franz Josef Jung هم رخه اخلي.
نوموړي د ملګرو ملتونو د لومړي سمندري ماموريت بيلانس مثبت وګڼی او ويي ويل: دغي نړيوالي سمندري اتحاديې راديکال اسلامي حزب الله ته د وسلو د قاچاق مخ نيوی وکړی؛ د اوربند په مراعاتولو کي يي مرسته وکړه او د اسرايلو لخوايي د لبنان سمندري محاصره د مينځه يووړه.