1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان په سوریې کې څه غواړي؟

۱۳۹۷ آبان ۵, شنبه

ترکي، روسي، فرانسوي او آلماني مشران د روانې اوونۍ په پای کې په استنبول کې سره راټول شوي چې د سوریې په اړه بحث وکړي. کارپوهان وایي چې روسیه تر یوې احتمالي سولې وروسته، د سوریې په بیارغونه کې د آلمان د ونډې غوښتونکې ده.

https://p.dw.com/p/37GgB
Syrien Protest gegen die Regierung
انځور: Getty Images/AFP/A. Watad

احمد طاهر مصطفي، بختور وو. په اکتوبر میاشت کې تر برمته کیدو یوازې یوه ورځ وروسته، هغه بیرته آزاد کړای شو. دغه نهه کلن ماشوم د افرین ښار له څنډو څخه د یوه جنایتکار بانډ د غړو له خوا تښتول شوی وو.

که څه هم دغه ماشوم په دې پیښه کې ژوبل نه شو، خو د هغه د برمته کیدو پیښه د سوریې په شمال کې خراب امنیتي وضعیت په ډاګه کوي. د «المونیتور» خبري انترنیټي پاڼې په حواله، دا چې د دغه هلک د برمته کوونکو په ډله کې د سوریې د آزاد پوځ یاغي ډلې پخواني غړي هم ښکیل ول، په ځانګړې توګه د اندیښنې وړ يوه موضوع ده. المونیتور دغه ادعا د داسې سرچینو په حواله کړې ده چې په رپوټ کې یې نوم نه دی اخیستل شوی.

دا ډیر د تعمق او فکر وړ موضوع ده چې د سوریې د آزاد پوځ یو شمیر غړي چې د آزادي په نوم یې د سوریې د ولسمشر بشارالاسد پر ضد پاڅون کې مهم نقش لاره، اوس په یوه جنایي بانډ باندې بدل شوي. له دې څخه دا په ډاګه کیږي چې د سوریې اوږدې جګړې چې له نزدې اتو کلونو راهیسې دوام لري، د دغو پاڅون کوونکو پر انګیزو او کړو وړو باندې څومره اغیز کړی. دغې جګړې لږ تر لږه د سوریې د آزاد پوځ د یو شمیر پخوانیو غړو د اقداماتو بڼه بدله کړې. خو دا هم یو حقیقت دی چې د ماشوم په آزادولو کې هم د سوریې د آزاد پوځ یو شمیر غړي ښکیل ول.

خبره د امنیت او ثبات ده

د سوریې نه یوازې شمالي برخې، بلکه ټولې سیمې له امنیتي ستونزو سره لاس او ګریوان دي. وضعیت په ځانګړې ټوګه په ادلیب کې ډیر حساس دی. دغه ښار اوس هم د جهادیستو ډلو په ولکه کې دی. د سوریې حکومت چې د روسیې او ایران له ملاتړ څخه برخمن دی، پر دې سیمې باندې عملیاتو ته چمتوالی نیسي. پر ادلیب پوځي برید کیدای شي چې د ډیر شمیر ملکیانو د آواره کیدو لامل شي.

د ادلیب برخلیک د شنبې په ورځ د سوریې په اړه د نړیوالې غونډې د بحث اصلي موضوع وه. ترکیه، روسیه، فرانسه او آلمان د غونډې ګډونوال دي. پر دې سربیره به د سوریې له پاره د یوه نوي اساسي قانون پر جوړولو باندې هم بحث وشي.

Syrien Afrin Arabische Milizen Plünderungen
انځور: Getty Images/AFP/B. Kilic

خو د آلمان له پاره د سوریې په برخه یوه تر ټولو مهمه موضوع مهاجر دي. د هاینریش بوول بنسټ د استنبول د څانګې مشر کریستیان براکیل، دویچه ویله ته وویل: «آلمان او ترکیه غواړي ځان ډاډه کړي چې سوریایان نور د ګاونډي هیواد ترکیې پر لور حرکت نه کوي. همدا اوس هم ترکیه له درو میلیونو څخه د ډیرو سوریایي مهاجرو کوربه دی. له همدې کبله ترکیه او په غیر مستقیم ډول آلمان پر ادلیب باندې له یوه احتمالي پوځي برید څخه اندیښمن ول.»

اندیښنه ځکه رامنځ ته شوې چې ادلیب د ترکیې پولې ته نزدې پروت دی، او په دې ښار کې د جګړې د کیدو په صورت کې ډیر شمیر ملکیان کیدای شي لومړی ترکیې او بیا آلمان ته مهاجرت وکړي.

آلمان او ترکیه دواړه د مهاجرو له کبله تر فشار لاندې دي. له همدې کبله دواړه هیوادونه په سوریه کې د ثبات غوښتونکي دي. براکیل زیاته کړه: «دواړه هیوادونه، آلمان او ترکیه، د سوریې د وضعیت حد اقل دومره باثباته ساتلو سره لیواله دي، چې له دې هیواد څخه د یوه بل ډلیز مهاجرت امکان کم شي.»

د نوي اساسي قانون نقش

د سوریې د نوي اساسي قانون په اړه بحث هم په خپله دې هیواد او نړیوالو ته یو مهم پیغام استوي. د نوي اساسي قانون جوړښت د ډیر شمیر هغو سوریایانو پر ارادې اغیز لري چې لا تر اوسه پورې یې د هیواد د پریښودو په اړه پریکړه نه ده کړې. پر دې سربیره نوی اساسي قانون به د سوریې په سوله او ثبات کې هم د جګړې تر پای ته رسیدو وروسته نقش ولري.

په سپتمبر میاشت کې د آلمان په ګډون اووه لویدیځو او عربو هیوادونو، پر ملګرو ملتونو باندې غږ وکړ چې ژر تر ژره د اساسي قانون یوه مسوده جوړه کړي. په دې هدف د یوې داسې کمیټې د رامنځ ته کیدو غوښتنه شوې وه چې په کې د شخړې د ټولو اړخونو استازي شتون ولري.

هدف دا وو چې د ملګرو ملتونو په سرپرستۍ، داسې ټاکنو ته لاره هواره شي چې د مهاجرو په ګډون په کې ټول سوریایان د رای ورکولو حق ولري. تر اوسه پورې د سوریې حکومت دغه پلان رد کړی دی.

روسیه له سوریې وتل غواړي

روسیه هم غواړي چې په سوریې کې یو نوی اساسي قانون رامنځ ته شي خو ټینګار کوي چې دغه قانون باید پخپله سوریایان جوړ کړي. دا په داسې حال کې ده چې د منځني ختیځ کارپوه تیمور داودار، په دې باور دي چې کریملن په دې برخه کې له خپل موقف څخه یو څه پر شا کیدای شي. هغه دویچه ویله ته وویل: «کریملن غواړي په سوریې کې خپلو پوځي عملیاتو ته د پای ټکی کیږدي. دغو عملیاتو د روسیې پر اقتصاد ډیر فشار راوړی دی. پر دې سربیره [د سوریې] جګړه له امریکا متحده ایالاتو او اسرائیلو سره د مسکو د ښو اړیکو مخه نیسي.»

پر دې سربیره کارپوهان په دې نظر دي چې د سوریې ملګري هیوادونه روسیه او ایران، تر یوې احتمالي سولې وروسته د سوریې د بیا رغونې مالي امکانات نه لري او له همدې کبله ښايي پر آلمان اکتفا وکړی چې له یوې خوا پخپله له سوریې سره مرسته وکړي او له بلې خوا خپل نور لویدیځ متحدین دې کار ته وهڅوي.

کریستین براکیل، په دې اړه وویل: «له همدې کبله روسان په قوي احتمال لیواله دي چې آلمان له ځان سره ولري.»