1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان په »جي شل« غونډه کې د پوتين پر نه ګډون خواشيني ښوولې

۱۴۰۱ آبان ۲۳, دوشنبه

د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ د اندونیزیا په بالي ټاپو کې د G20 په سرمشریزه کې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د ګډون نه کولو پر پریکړه خواشیني څرګنده کړه.

https://p.dw.com/p/4JUTs
Indonesien Bali G20-Gipfel | Treffen Xi Jinping, Präsident China & Joe Biden, Präsident USA
انځور: Saul Loeb/AFP/Getty Images

 شولڅ په هانوي کې اسيا ته د خپل سفر په ترڅ کې وويل، "دا به ښه وای" که پوتين سرمشريزې ته تللی وای. خو نوموړي وويل هغه به بيا د نړۍ د ډیری هیوادونو لخوا رامینځته شوي ټولو انتقادونو سره مخ شوی وای. شولڅ وویل: "شاید له همدې امله هغه دلته نه دی." پوتین څو ورځې وړاندې په دې سرمشریزه کې ګډون لغوه کړ. استازيتوب یې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف کوي. شولڅ دمګړۍ په سينګاپور کې په خبرو اترو بوخت دی..