1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
قانون او قضا

آلمان پر خپلو پولو د پولیسو کنترول زیاتوي

۱۳۹۸ مهر ۸, دوشنبه

د آلمان د کورنیو چارو وزیر هورست زیهوفر، داسې پلانونه اعلان کړي دي چې له مخې یې د آلمان پر پولو تصادفي تلاشي ترسره کیږي. له دې سره آلمان غواړي د اروپايي ټولنې هیوادونو تر منځ د پناه غوښتونکو د تګ راتګ مخه ونیسي.

https://p.dw.com/p/3QURX
Deutschland Grenze zu Österreich Kontrolle Grenzübergang Walserberg
انځور: Imago/Revierfoto

د آلمان د کورنیو چارو وزیر هورست زیهوفر د یکشنبې په ورځ ناوخته وویل چې د دې هیواد فدرال پولیس به د آلمان پر پولو باندې خپل تصادفي تلاشۍ ډیرې کړي.

د کورنیو چارو وزیر پر خپل تویتر ټولنیزې پاڼې باندې لیکلي دي چې د دې کار هدف پر پولو باندې د پولیسو د حضور پیاوړي کول او د «دویم مهاجرت» مخنیوی دی. دویم مهاجرت هغه حالت دی چې په ترڅ کې یې هغه مهاجر چې د اروپايي ټولنې د غړو هیوادونو اتباع نه وي، په دغو هیوادونو کې تګ راتګ کوي.

زیهوفر د «بیلد ام زونتګ» ورځپاڼې ته ویلي دي: «امنیت پر پولو پیلیږي.»

تر دې مخکې زیهوفر د آلمان او اتریش پر پوله باندي د پولیسو پراخ حضور د ۲۰۲۰م کال تر اوړي پورې تمدید کړ. د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند ویلي دي چې پولیس په دې توانیدلي دي چې ډیر هغه کسان چې په غیرې قانوني توګه له دې پولې تیریدل وپیژني.

سیاستوالو غبرګون ښوولی

په کورنیو چارو کې د زرغون ګوند ویاندې ایرني میهالیک، دغه اقدام «خطرناک او اروپا ضد زیګنال» بللی دی. هغې همداراز دغه اقدام پر پولیسو باندې د هغه د اغیزې له کبله غندلی دی: «د کورنیو چارو وزیر باید تشریح کړي چې څرنګه غواړي د اورګاډو په تمځایونو کې د پولیسو دوامداره حضور تضمین کړي، پرته له دې چې د پولیسو د اضافي کار ساعتونه لا پسې لوړ نه شي.»

د آلمان په پارلمان کې د سوسیال دیموکرات ګوند مرستیالې ایوا هوګل، هم د دې اقدام په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده. هغې ویلي دي: «په اصل کې دا ښه کار دی چې د پولو امنیت ټینګ او د غیر قانوني راتگ مخه ونیول شي. خو د اروپا د پرانیستو پولو سیاست مقدسه شتمني او لاسته راوړنه ده.»

د آلمان پولې ۳۷۰۰ کلیومتره دي. د شنګن په ساحه کې سرحدي کنترول ډیر معمول نه دی. خو آلمان په ۲۰۱۵م کال کې له اتریش سره پر پوله کنترول پیل کړ چې د ډیرو پناه غوښتونکو د راتلو مخه ونیسي.

(ms/nz (AFP/dpa