1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان له قطر سره د انرژۍ همکاري لاسليک کړه

۱۴۰۱ اردیبهشت ۳۱, شنبه

برلين هڅه کوي چې تر دې وروسته د انرژۍ په برخه کې له روسي سرچينو څخه خپلواکه شي. اوس د آلمان لومړي وزير شولڅ ويلي چې قطر د آلمان د انرژۍ په سياست کې »يو مهم رول لوبوي.«

https://p.dw.com/p/4Bfps
Berlin | Pressekonferenz: Tamim bin Hamad Al Thani und Olaf Scholz
انځور: Michael Sohn/AP/picture alliance

آلمان د جمعې په ورځ په برلين کې د لومړي وزير اولاف شولڅ او امير شيخ تميم بن حماد الثاني د ليدنې په ترڅ کې د انرژۍ پر يوې همکارۍ توافق وکړ. 

د قطر امير آلمان ته د خپل سفر په ترڅ کې ويلي دي چې جرمني ته د مايع ګازو لېږد به په ۲۰۲۴ کال کې پيل شي. آلمان هيله لري چې د روسيې د انرژيو په زېرمو پورې خپله وابستګي به راکمه کړای شي.

شولڅ له الثاني سره په برلين کې د يوې خبري غونډې پر مهال وويل چې »د انرژۍ خونديتوب موضوع زموږ له پاره يو مهم رول لوبوي. آلمان به خپلې زېربنا ته انکشاف ورکړي څو داسې حالت کې قرار ولري چې د کښتۍ له لارې مايع ګاز وارد کړي.«

شولڅ دا هم وويل چې »دا يو لوی ګام دی او قطر زموږ ستراتيژۍ کې مهم رول لوبوي.«

آلمان د اروپا تر ټولو ستر اقتصاد لري او په کال کې تقريبا سل میلیارده مکعب متره طبيعي ګاز مصرفوي چې ۵۵ سلنه ورڅخه د نورد ستريم ۱ د ګازو د نللیکې له لارې راځي او نورې برخې يې له هالنډ او ناروې څخه وارديږي. الثاني تائيد کړه چې قطر پلان لري و آلمان ته سر له ۲۰۲۴ کال څخه مايع کړل شوی طبيعي ګاز (LPG) ولېږدوي.

د روسيې تېل د آلمان ۳۵ سلنه اړتيا پوره کوله مخکې له دې چې روسيه په فبرورۍ مياشت کې پر اوکراين يرغل وکړي. په اپريل کې د آلمان حکومت وويل چې دغه سلنه اوس ۱۲ ته راټيټه شوې ده. د آلمان د اقتصاد وزير روبرت هابېک د سږکال په مارچ مياشت کې قطر ته سفر وکړ څو د دواړو هېوادونو ترمنځ د انرژۍ همکاري اعلان کړي.

لومړي وزير شولڅ وويل چې آلمان به د مايع کړل شوي ګاز دوه نوي ترمينالونه جوړ کړي څو له نورو هېوادونو څخه د طبيعي ګازو واردات چټک شي. دغه زېربنا به په ۲۰۲۶ کال کې بشپړه شوې وي. آلمان اوسمهال د اوبو په سر زېرمې او د مايع ګازو د بيا ګازي کولو واحدونه کرايه کړي دي.

برلين سره له دې هم ونه غوښتل چې د قطر هغه شرط ته غاړه کېږدي چې همکاري لږ تر لږه ۲۰ کاله دوام وکړي. دغه خبره رويټرز خبري آژانس له درو داسې کسانو اورېدلې ده چې له موضوع سره بلد دي.

جرمني هدف لري چې تر ۲۰۴۰ کاله پورې د کاربن افرازات ۸۸ سلنه راټيټ کړي او بل پلان يې دا دی چې په اوږده مهال کې د هايدروجن په بنسټ يوه زرغون اقتصاد ته مخ واړوي.

ن.ص./خ.ح.(AP/AFP/Reuters)