1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

آلمان له روغتیا سازمان سره د سلگونه میلیونو یورو مرسته کوي

۱۳۹۹ تیر ۶, جمعه

د آلمان روغتیا وزير ژمنه وکړه چې د روغتیا نړیوال سازمان د فعالیتونو څخه د حمایت له پاره به له دغه سازمان سره په میلونونو یورو مرستې زياتې کړې. تر دې وړاندې امریکا دغه سازمان ته خپلې مرستې ځنډولې وې.

https://p.dw.com/p/3eNm5
Schweiz Jens Spahn und Tedros Adhanom Ghebreyesus
انځور: Getty Images/AFP/F. Coffrini

د آلمان د روغتيا وزير ينس اشپان، د کرونا وبا د کنترول له پاره له روغتیا نړیوال سازمان سره د مالي مرستو زیاتولو څخه خبر ورکړ. د پنجشنبې په ورځ د (جون ۲۵) اشپان له خپل فرانسوي سیال اوليور وران او د روغتیا د نړیوال سازمان ریس تدروس ادهانوم سره په يو ويډويي کنفرانس کې وعده وکړه چې د ملګر ملتونو له دغه سازمان سره به مالی مرستې تر نیم میلیارده یورو هم زیاتې شي.

د فرانسی خبري آژانس د رپوټ له مخې په ژنيو ښار کې یادو درې کسانو د ويډويې کنفرانس په پاې کې یوه ګډه اعلامیه هم خپره کړه. دغه مرستې چې ينس اشپان يې د آلمان په استازیتوب د ورکړې ژمنه وکړه تر اوسه پورې له ټولو هغه ورکړل شويو مرستو څخه زياتې دي، چې آلمان په یو کال کې دغه نړيوال سازمان ته ځانګړې کړې دي.

د اشپان په خبره تر ۲۰۲۳م کاله پورې د روغتیا نړیوال سازمان د فعالعيتونو د دورې تر پایه، برلین ژمن دی چې له دغه سازمان سره د ۴۱ ميیلونه يورو په ارزښت مرستې ځانګړې کړي. په ورته وخت کې له دې پیسو څخه ۲۵ میلیونه یوره د روغتيا نړيوال سازمان د پروژو په چوکاټ کې د نړۍ هغو هیوادونو ته ځانګړې شوي چې له کووید سره مبارزه کوي.

کرونا ویروس څرنګه خپور شو؟

د آلمان د روغتيا وزير همدا راز زیاتوي چې د ملګرو ملتونو دغه بنسټ د بودیجې کسر د پوره کولو له پاره، چې ځينې هيوادونو ترې له مالي حمایت څخه ډډه کړی، دوې ورته ۲۰۰ ميلیونه یورو په پام کې نیولي دي.

له روغتيا نړیوال سازمان سره د امریکا د مرستو ځنډیدل

د امريکا متحده ایالاتو جمهور رییس دونالد ترمپ، د روان میلادي کال د اپريل میاشتې په نيمايي کې پر روغتیا نړیوال سازمان تور پورې کړ دغه سازمان په چین کې د کرونا ويروس د خپریدو په هکله معلومات پټ کړي وو. د ترمپ ادارې همدا راز پر دغه نړیوال سازمان د کرونا وبا د ناسم مدیرت تور پورې کړ او له دغه سازمان سره یې د امریکا مرستې وځنډولې. 

امريکا متحده ایالات هر کال تر نیم ميلیارده ډالر د ملګرو ملتونو د دغه روغتیايي بنسټ په واک کې ورکولې. د امریکا له دغه پریکړې وروسته چین اعلان وکړچې په لسګونو ميلیون ډالر به د کرونا پر وړاندې د مقابلې له پاره په خاصه توګه د لږ پرمختللو هیوادونو له پاره د روغتیا نړیوال سازمان ته ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د آلمان روغتیا وزیر همدا راز اعلان وکړ چې آلمان د اړمندو هيوادونو سره د طبي تجهیزاتو او د کرونا ویروس د خپريدو د مخنیوی په برخه کې د مرستو له پاره چمتووالی لري. د هغه په خبره آلمان دا هم په پام کې لري چې د ميلونونو یورو په ارزښت ماسکونه او محافظتي جامې چمتو او د یو شمیر هغو هیوادونو په په واک کې یې ورکړي چې ورته اړتیا لري.

تر دې وړاندې د روان کال په مې میاشت کې د آلمان صدراعظمې انګلا میرکل، د کرونا ويروس د واکسینو جوړولو له پاره د مرسته کونکو هیوادونو د نړیوال کنفرانس په لړ کې اعلان کړې وو چې برلين د دغه کار له پاره ۱۱۰ ميلیونه یورو ځانګړې کوي.

د آلمان د روغتيا وزير وايې چې د کرونا وبا دا ښکاره کوي چې نړۍ له پخوا څخه لا زیات يو ځواکمن او وړتیا لرونکي، ژمن سازمان ته اړتيا لري. د هغه په خبره داسې یو سازمان چې په دې وتوانيږې چې نړیوال بحرانونو ته په غبرګون کې هغه همغږي او هدایت کړي. په همدې ډول هغه د روغتيا د نړیوال سازمان په جوړښتونو کې د اصلاحاتو غوښتنه وکړه خو په دې هکله يې ډير وضاحت نه دی ورکړی.