1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان له خپلو ګاونډيو هيوادونو سره پولې بيرته پرانیستلې

۱۳۹۹ خرداد ۲۶, دوشنبه

آلمان د تيرې شپې له نيمايي څخه خپلو ګاونډيو هيوادونو ته سفرونه آزاد او پر پولو يې کنترول ليري کړ. سياحتي شرکتونه او اکثره خلک له دغه اقدامه خوښ دي، خو د آلمان سياستوال د کرونا ويروس د دوهمې څپې له شيوع څخه انديښنه کوي.

https://p.dw.com/p/3dmKS
Coronavirus Ende der Kontrollen an der Grenze zwischen Straßburg und Kehl
انځور: DW/B. Riegert

د هغو کسانو له پاره يو ښه خبر چې غواړي آلمان او يا له آلمان څخه بهر د سفر پلان لري؛ د آلمان پولیسو د تيرې شپې له نيمايي (د جون ۱۵مه)، د دغه هيواد پر پولو کنترول لغوه کړ. دغه کنترول د کرونا ويروس د خپريدو د مخنیوی په موخه، د مارچ مياشتې په ۱۶ وضع شوی وو.

د آلمان د کورنيو چارو وزير، هورست زيهوفر، آلمانۍ ورځپاڼې «بيلد» ته ويلي دي چې سفري محدوديتونو په تيرو درو مياشتو کې له سرحدونو څخه د نژدې ۱۹۶ زره کسانو د اوښتو مخنيوی کړی دی.

د آلمان د کورنيو چارو وزير زياته کړه چې له اتريش سره يې د هيواد پر پوله، د مهاجرو د داخليدو د مخنيوي په موخه، اوس هم کنترول پر خپل حال موجود دی.

له دې سره په يوه وخت کې د آلمان د بهرنيو چارو وزارت هم اکثرو اروپايي هيوادونو ته وضع کړل شوي سفرې محدويتونه نور پای ته رسولي دي. خو دغه محدوديتونه د سويډن، فنلند، هسپانيا او ناروې هيوادونو له پاره چې د کرونا ناروغۍ ډير مبتلایان لري او يا په خپله په يو اړخيز ډول د مساپرو د داخلیدو مخنيوی کوي، په خپل حال پاتي دي.

د اروپايي اتحاديې اکثرو نورو غړو هيوادونو هم ويلي دي چې خپلې پولې بيرته پرانيزي او یا يې د پرانیستلو هوډ لري. هسپانيا چې په اروپا کې د سيلانيانو له پاره د خوښې هيواد دی، ويلی دي چې د جون مياشتې له ۲۱مې به خپلې پولې د اروپايي اتحاديې غړو هیوادونو مساپرانو پر مخ پرانيزي.

د آلمان او فرانسي خوشالي

په ځانګړې توګه د آلمان او فرانسې تر منځ د سفري محدوديتونو لرې کيدل، د دواړو هیوادونو د سیاستوالو له هرکلي سره مخ شوي دي.

Polen EU-Grenzen sind wieder offen
آلمان خپلو ګاونډيو سره سرحدونه د جون په ۱۵مه نيمه شپه بيرته پرانستلانځور: picture-alliance/PAP/L. Muszynski

د دواړو هیوادونو په پارلماني چارواکو کې د اړيکو ډلې، په دې اړه په يوه اعلاميه کې ټينګار کړی دی چې پولې نباید يو ځل بيا وتړل شي. په اعلاميه کې زیاته شوې ده چې اروپا بايد تر ټولو بدو شرایط له پاره چمتو وي. د دغو سياستوالو په خبره، د خلاصو سرحدونو همکاري او ژمنتيا باید نه يوازې په عادي حالاتو، بلکې په بحراني حالاتو کې هم الزامي وي.

د آلمان او پولند تر منځ د سرحدونو په بيرته پرانیستلو کې هم د دواړو هیوادونو اوسیدونکو په ډيرو خوښيو سره هرکلی کړی دی.

 سياحتي شرکتونه هم د څو بحراني مياشتو تر زغملو وروسته اوس خوښ ښکاري. له دغو شرکتونو څخه يوه يې ويلي دي چې له آلمان څخه مايورکا ته د دوشنبې ورځې لومړني اعلان شوي سفرونه، يوازې د ۳۶ ساعتونو په جريان کې وپلورل شول. نورو سفري شرکتونو هم ويلي دي چې له آلمان څخه د بهرني سفرونو د ريزرف يا بوکينګ بهير چټک شوی دی.

له سفرونو څخه د بیرته راستنيدو په اړه اندیښنې او د آلمان د صدراعظمې د دفتر خبرداری

د دې ټولو سره سره، د آلمان حکوت خپلو اتباعو ته د احتياط د رعايت خبرداری ورکوي. د صدراعظمې انګلا مرکل له دفتر څخه هلګه براون وايي: «که چيرته له سفرونو څخه بيرته راستنيدونکي کسان، د کرونا ويروس د يوې خپريدونکې سيمې څخه ويروس راوړي او په ټول آلمان کې يې خپروي، او موږ يې هم نور د دغې زنجیزه يې ناروغۍ د تشخیص وړتيا ونه لرو، په هغه صورت کې به ډير ژر سختو شرایطو ته وروګرځو چې بيا به يې د مبارزه يې له پاره اړ شو چې په ملي اقداماتو لاس پورې کړو.»

که څه هم آلمان د جون له ۱۵مې څخه خپلو ګاونډیو هیوادونو سره تړلې پولې بيرته پرانيستلې، خو له اروپايي اتحاديې څخه بهر د نړۍ ۱۶۰ هیوادونو ته سفري محدوديتونه د اګست مياشتې تر پايه پورې پر خپل حال پاتې دي.

دويچه ويله ف/م.ک.ص/ن.ز

د کرونايي محدودیتونو پر موضوع له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: