1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان غواړي د مسلکي کارګرو له پاره د ویزې ورکړه آسانه کړي

۱۳۹۸ آذر ۲۳, شنبه

د آلمان فدرالي حکومت په پام کې لري چې دغه هیواد د بهرنیو هیوادونو د مسلکی اتباعو له پاره په یوه په زړه پورې هیواد بدل کړي او غواړي چې په دې برخه کې مسلکي کارګرو ته د ویزې په ورکړه کې سهولتونه رامنځ ته کړي.

https://p.dw.com/p/3Unny
"Blaue Karte" für ausländische Fachkräfte
انځور: picture-alliance/dpa/D. Karmann

د «آر. ان. ډي» په نامه یوې آلمانۍ ورځپاڼې رپوټ ورکړی چې د آلمان فدرالي حکومت په پام کې لري چې له بهرنیو هیوادونو څخه د متخصصینو د جذب له پاره، د دغه هیواد د ویزې اخیستو په برخه کې نرمښت راولي. یادې رسنۍ د آلمان حکومت د یو شمیر مهمو چارواکو د یوه ګډ تفاهم لیک پر بنسټ د دغې موضوع خبر ورکړی دی.

ټاکل شوې چې د راتلونکې دوشنبې په ورځ، د آلمان صدراعظمه انګلامرکل، د دې هیواد د اقتصاد وزیر پیټر التمایر، د اقتصادي چارو یو شمیر استازي او د دې هیواد د کارګرو د اتحادیې استازي په دې برخه کې بحث او خبرې وکړي. یادې آلمانۍ رسنۍ د هوکړه لیک پر بنسټ لیکلي: «آلمان په نړیواله کچه د مسلکي بشري قوې په برخه کې په شدید رقابت کې دی. له همدې کبله موږ مجبور یو چې د کار او ژوند لا ښه شرایط وړاندې کړو څو د بهرنیو مسلکي کسانو علاقه ترلاسه کړو.»

سربیره پر دې، ټاکل شوې چې د ۲۰۲۰م کال په مارچ میاشت کې آلمان ته د مسلکي کسانو د مهاجرت نوی قانون، عملي بڼه غوره کړي. دغه قانون له اروپايي ټولنې څخه پرته د نورو هیوادونو مسلکي کسانو ته د مهاجرت لړۍ اسانه کوي. د یاد هوکړه لیک په یوه برخه کې څرګنده شوې چې د یاد قانون څخه د بشپړې ګټې اخیستنې له پاره مهمه ده چې د عملي کیدو په برخه کې یې لا ډیر اساسي ګامونه عملي کړل شي.

Arbeitende Migranten in Deutschland
انځور: picture-alliance/dpa/M. Skolimowska

د یادې آلماني رسنۍ د رپوټ په حواله، د آلمان حکومت د ویزو د ورکړې په برخه کې د چټک اقداماتو او د چټکې ارزونې مسوولیت منلی دی. په یاد هوکړه لیک کې راغلي: «د ویزې د ورکړې په برخه کې د لا ډیرو کارمندانو ګمارل کیدل او د آلمان په داخل کې د ویزو د درخواست اړوند د مسایلو د  اروزنې له پاره د کار د مرکزي واحد رامنځ ته کول څو په بهرنیو هیوادونو کې د آلمان په سیاسي نمایندګیو کې د ویزې د ورکړې پروسه چټکه شي.» په یاد هوکړه لیک کې همدا راز راغلي چې د دغو اقداماتو په عملي کیدو سره ښايي د ویزې د ورکړې موده هم د پام وړ لنډه شي.

زیاته شوې چې آلمان غواړي په دې توګه د معلوماتو ډیجیټالي انتقال پیل کړل څو د ویزې د ورکړې چارې په چټکۍ سره او له کاغذ پرانیو پرته ژر ترسره شي. د آلمان حکومت غواړي چې د ګویته انستیتوت له پارې د آلماني ژبې د زده کړې فرصتونه هم وړاندې کړي. سربیره پر دې، د آلمان د اقتصاد سکتور بیا غواړي چې په شرایطو د برابرو مسلکي مهاجرینو په خپلو اصلي هیوادونو کې د آلماني ژبې د زده کړې له لارې د دوی ملاتړ وکړي.

سربیره پر دې، د یادې آلماني رسنۍ په رپوټ کې همدا راز راغلي چې د دغو کارونو د ترسره کیدو له پاره آلمان غواړي چې د (Make it in Germany) په نامه د معلوماتو پورتال لا پسې غښتلی کړي څو د آلمان شرکتونو او مسلکي کارګرو ترمنځ د یوه پله نقش ولوبوي. په دې برخه کې هدف دا دی چې آلماني شرکتونه د دغه پورتال له لارې مسلکي کسانو ته د دندو او کارونو فرصتونه په چټکه او منظمه توګه وړاندې کړي.