1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان:‌ صنفي‌ اتحاديې له ټولنيزې نابرابرۍ څخه خبرداری ورکوي

۱۳۹۹ اردیبهشت ۱۲, جمعه

د می لومړۍ نېټه يعنې د کار نړيواله ورځ سږ کال د کرونا تر سيوري لاندې راغلې ده. دغې وبا پر ډېرو شرکتونو باندې سخت تاثير کړی. خو صنفي اتحاديې په زغرده خبرداری ورکوي چې نور کارځايونه بايد راکم نه شي.

https://p.dw.com/p/3bf1Q
Deutschland 1. Mai 2020 - Tag der Arbeit in Hamburg
انځور: picture-alliance/dpa/A. Heimken

د آلمان د صنفي اتحاديو ټولنه (DGB) د کارکوونکو او کارګرانو په ضرر د کرونا کړکېچ تر سيوري‌ لاندې د عمومي سپما او مصارفو له راټيټولو سره مخالفت څرګندوي. د صنفي‌ اتحاديو د ټولنې مشر،‌ راينر هوفمن، د «کار د ورځې» په پلمه په ټينګار سره وويل چې «زه شرکتونو ته له دې څخه سخت خبرداری ورکوم چې له کړکېچ څخه د کارځايونو د لا راکمولو په نيت ناوړه ګټه واخلي.» د هغه په خبره کله چې وضعيت بېرته ښه شي، د دغو مسلکي‌ کارکوونکو تشه به بېرته محسوس شي.‌

په ورته وخت کې يې د وبا له کبله له ټولنيزې نابرابرۍ څخه هم اخطار ورکړی دی. هوفمن وويل چې «موږ د دې له پاره مبارزه کوو چې د کړکېچ لګښتونه د کارکوونکو په غاړه ونه لويږي.» د هغه په خبره اړينه ده چې کارځايونه په اغېزناک ډول وساتل شي څو «د ټولنيز درز د رامنځ ته کېدو مخه ونيول شي.»

Deutschland - DGB Kundgebung am 1. Mai in Hamburg
په هامبورګ کې د یوه لاریون ګډونوال چې د کرونا ویروس له کبله یې له یو او بل واټن ساتلیانځور: picture-alliance/dpa/A. Heimken

د کرونا اتلان څوک دي؟

په ورته وخت کې صنفي‌ اتحاديو د کرونا اتلانو په نوم د کارکوونکو له پاره زيات معاش هم غوښتی دی.‌ د آلمان د صنفي‌ اتحاديو د ټولنې د مشرتابه غړې، انه لي بونتنبخ وويل چې «روغتياپالان او د نظافت او کثافاتو د برخې کارکوونکي او د پاکټونو او کارټنونو لېږدونکي او همداراز د مغازو پلورونکي په دغه کړکېچ کې په حقه د ورځني ژوند اتلانې او اتلان بلل او لمانځل کيږي - هغوی د بې ځايه چکچکو پر ځای بايد زيات څه تر لاسه کړي.»

د سيستم او نظام له پاره د دغسې اهميت لرونکو مسلکونو کارکوونکي بايد بالاخره سم معاش تر لاسه کړي چې تر ټولو غوره لاره يې د صنفي اتحاديو له خوا د دسته جمعي‌ توافقاتو په ذريعه ده.‌ دغه خبره د DGB مرستيالې ايلکه هانک کړې ده. د هغې په وينا «يو ځلې اضافه پيسې کفايت نه کوي.»