1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان د کرونا ویروس د مرستو بسته تصویب کړه

۱۳۹۹ اردیبهشت ۴, پنجشنبه

په داسې حال کې چې په آلمان کې لا هم ډیر کسان د کرونا ویروس له کبله کار نه کوي، حکومت د مرستو یوه بسته تصویب کړې چې له تیټ عاید لرونکو کسانو او کوچنيو تجارتونو سره مرسته وشي.

https://p.dw.com/p/3bJ3g
Coronavirus - Koalitionsausschuss PK Parteivorsitzende
انځور: picture-alliance/dpa/AP/M. Schreiber

د آلمان په حکومت کې ایتلافي ګوندونو د چهارشنبې په ورځ د شپې تر ناوخته پورې کار وکړ چې د مرستو یوه بسته تصویب کړي تر څو د کرونا ویروس د خپریدو له کبله د اقتصادي فشارونو پر وړاندې د کارکوونکو او شرکتونو ملاتړ وکړي.

د مرستو دغه بسته چې جزئیات یې د پنجشنبې پر سهار خپاره شول، د آلمان حاکمو ګوندونو موافقه کړې ده چې د هغو کسانو له پاره چې دندې یې له لاسه ورکړي دي لنډمهاله مرستې ډیرې کړي، د بیکاري د پیسو موده وغځوي او هغو شرکتونو او صنایعو ته له مالیاتو معافیت ورکړي چې د کرونا ویروس له کبله تر فشار لاندې دي.

په دې اړه په یوې خپرې شوې بیانیه کې راغلي دي: «فدرال حکومت باید نور داسې تدابیر هم ونیسي چې د ټولنیزو او اقتصادي سختیو فشار کم شي او د بیا رغیدو بهیر ملاتړ وکړي.»

له کاره له رخصت شویو کارکوونکو سره مرسته

له دې کبله چې د کرونا ویروس په خاطر په آلمان کې ډیر ځایونه بند دي، په هوټلونو او رستورانتونو کې د ډیر شمیر لږ عاید لرونکو کسانو مالي سرچینې بندې شوې دي.
د آلمان د کار فدرالي اداره هغو کسانو ته چې د خپلو کاري ساعتونو کمولو ته اړ شوي وي، لنډ مهاله د بیکاري مرستې ورکوي. د دې پروګرام هدف دا هم دی چې خلک د کاري ساعتونو د کمیدو په خاطر خپل کار په دایمي توګه له لاسه ور نه کړي. خو د مرستو نوې بسته به د دغو مرستو اندازه لوړه او موده وغځوي.

د رستورانتونو او وړوکو کاروبارونو له پاره مالیاتي معافیتونه

د مرستو په دې بسته کې همداراز د هغې اقتصادي څانګې له پاره چې د کرونا ویروس له کبله یې ډیر زیات زیان لیدلی دی، مالیاتي معافیتونه په پام کې نیول شوي دي. په دې ترتیب به نو رستورانتونه او دې ته ورته څانګې د ۲۰۲۰ کال د جولای میاشتي له لومړۍ نیټې څخه بیا د ۲۰۲۱ کال د جون تر ۳۰ نیټې پورې د ۱۹ سلنه پر ځای یوازې اووه سلنه مالیه ورکوي.

د متوسطو او کوچنیو شرکتونو له پاره هم دې ته ورته مالیاتي معافیتونه په پام کې نیول شوي دي.

ms/bs (dpa, AFP, Reuters)

زموږ له آرشیف څخه: