1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

آلمان:‌ د کرونا ویروس د انتقال سرعت بیرته په لوړیدو دی

۱۳۹۹ اردیبهشت ۲۱, یکشنبه

وروسته ترهغې چې جرمني د کرونا ویروس له کبله وضع شوي محدودیتونه نرم کړل، د یوه انسانه بل ته د کرونا ویروس د انتقال فیصدي بیرته مخ په لوړیدو ده. ډاکټران وايي د انتقال د کچې ټیټ ساتل، د وبا د کنترول له پاره مهم دي.

https://p.dw.com/p/3bzkH
Deutschland Magdeburg | Arzt versorgt Coronapatienten
انځور: Getty Images/AFP/R. Hartmann

جرمني څو ورځې مخکې د کرونا ویروس له کبله په وضع شویو محدودیتونو کې نرمښت راوست چې له کبله یې دا دی په دې هیواد کې له یوه انسان څخه بل انسان ته د کرونا ویروس د انتقال په کچه کې یو ځل بیا لوړ والی راغلی دی. د شنبې په ورځ په آلمان کې ساینسپوهانو وویل چې په آلمان کې اوسمهال د کرونا ویروس د تکثر درجه ۱،۱ ته لوړه شوې ده. دا په دې معنی چې په دې هیواد کې په کرونا ویروس ککړ یو انسان ۱،۱ نور انسانان په دې ویروس اخته کوي.

په آلمان کې دغې شمیرې چې د کرونا وبا د څار له پاره مهمې شمیرل کیږي، د روبرت کوخ انستیتوت له لوري خپرې شوي دي. دغه انستیتوت په ټول آلمان کې د کرونا وبا اړوند معلومات راټولوي او بیا یې په هکله خپلې ارزونې شریکوي.

دا په داسې حال کې ده چې د تیرې چهارشنبې په ورځ د آلمان صدراعظمې انګلا میرکل او د دې هیواد د ایالتونو لومړي وزیرانو د کرونا وبا له کبله په وضع شویو محدودیتونو کې د نرمښت اعلان وکړ ،خو د ماسکونو استفاده یې اجباري کړه. په همدې ورځ په آلمان کې د کرونا ویرو د انتقال کچه لا ۰،۶۵ وه.

روبرت کوخ انستیتوت دغو شمیرو ته په کتو سره وايي چې په جرمني کې په کرونا ویروس اخته یو شخص لږ تر لږه یو بل شخص په دې ویروس اخته کوي.

Hochsicherheitslabor Robert Koch-Institut
انځور: picture-alliance/dpa/M. Gambarini

په جرمني کې اوسمهال په مجموعي ډول ۱۶۹ زره او ۵۵۱ کسان په کرونا ویروس اخته دي او د مارچ میاشتې له پیل راهیسې یې تراوسه پورې د ۷ زره ۳۶۹ تنو ژوند هم اخیستی دی. په دې هیواد کې له کرونا ویروس څخه تر اوسه پورې ۱۴۳ زره او ۳۰۰ کسان بیرته روغ شوي هم دي.

بل لوري ته د جرمني په یو شمیرو ښارونو کې د شنبې په ورځ زرګونه کسانو د کرونا ویروس له کبله د وضع شویو محدودیتونو پرضد اعتراضونه هم وکړل. د آلمان خبري آژانس د رپوټ پر بنسټ د دغو مظاهرو اصلي مرکز د آلمان سټوټګارټ ښار وو. د برلين، مونشن او فرانکفورت په ښارونو کې هم ورته مظاهرې شوي دي.