1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان د کاري ځواک په لټه کې دی

۱۴۰۱ مرداد ۵, چهارشنبه

په آلمان کې په بېلا بېلو برخو کې د کاري ځواک د کمښت ستونزه ورځ تر بلې پراخیږي. له خارج څخه د مسلکي کارکوونکو ګومارل هم هغه ډول کار نه ورکوي لکه اټګل چې شوی وو. اوس باید د کډوالۍ قانون اصلاح شي.

https://p.dw.com/p/4EifQ
Symbolbild | Fachkräftemangel in Deutschland
انځور: Monika Skolimowska/dpa/picture alliance

د آلمان د يوه رستورانت دباندې پر يوه لوحه ليکل شوي چې دلته پيش خدمه، آشپزانو، په پخلنځای کې مرسته کوونکو او نور هر ډول کارکوونکو ته اړتيا ده، د لږ او يا بشپړه کاري ساعتونو له پاره.

د اورګاډو په څانګه کې هم ورته وضعيت دی. د ريلګاډو چلوونکو د کمښت له کبله د ريلونو سفرونه لغوه کيږي. همدا شان په هوايي میدانونو کې هم ګډوډي موجوده ده او د بکسونو انبارونه ليدل کیږي چې الوتکې ته یې د پورته کولو له پاره پرسونل نشته. د هوايي ډګرونو د امنيتي کنترول په برخه کې هم د پرسونل د کمښت له کبله مسافرين ځيني وخت خپل پرواز ته نه شي رسېدلی او په وړکتونو کې نور ماشومان نه منل کیږي ځکه چې روزونکي یې نشته.

په ۱۴۸ مسلکونو کې د کاري قوې کمښت

د آلمان د صنعت او تجارت خونې  شخصي ټولنې د يوې نظرپوښتنې په حواله په آلمان کې ۵۶ سنله شرکتونه د کارکوونکو له کمښت څخه شکايت کوي او دا څه خپل کاروبار ته د ستر خطر په توګه ارزوي.

نه يوازې شرکتونه د مسلکي کارکوونکو په لټه کې دي بلکې دولت يې له کمښت سره مخامخ دی.

دمګړۍ په آلمان کې د کار فدرالي ادارې په حواله په کابو ۱۴۸ برخو کې د مسلکی کارکوونکو کمښت ليدل کیږي. نورې ۱۲۲ کاري برخې لا تر څارنې لاندې دي. د زړو کسانو د پالنې يو مرکز په اوسط ډول د اتوو مياشتو په موده کې د يوه پالوونکي په موندلو توانيږي. تعمیراتي شرکتونه بيا شپږو مياشتو ته اړتيا لري څو يو کارکوونکی وموندي. په ټول آلمان کې تر ۱،۷ ميليونه ډېر خالي کاري بستونه اعلان شوي دي.

په بادن ووتمبيرګ کې د صنعتي خدماتو چمتوونکو مشر مارکوس ونتر شکايت کوي: «پنځه تر لسو کلونو مخکې پورې به مو د خپلو خدماتو او توکو د خرڅلاو له پاره اعلانونه نشرول خو اوس د هر ډول میديا څخه ګټه اخلو څو کارکوونکو وموندو.»

دغه شرکت ۷۵۰ کسانو ته کار ورکړی دی او اوس هم په تر شلو ډېرو مسلکونو کې کار کوونکو ته اړتيا لري: له رنګمال او قلف جوړونکو څخه نيولې تر بسته کار، موټر چلوونکي او تر کرين چلوونکي پورې.

وینتر زياتوي: «موږ نه يوازې د مسلکی کسانو د نه شتون له ستونزې سره مخ يو بلکې په عمومي توګه د کارکوونکو د نه شتون ستونزه لرو.» هغه کار ځايونه چې د مسلکي زده کړو د ترلاسه کول ورته شرط نه دی، هم تش دي. وينتر زياتوي: «دا هغه برخې دي چې په رښتيا ورته د صنعت له پاره ډېره اړتيا ده او له هغوی پرته هیڅ کار پر مخ نه شي تللی.»

د مهارت لرونکو مهاجرت قانون مايوسه کوونکی دی

په آلمان کې د کاري ځواک د اوسني کمښت د پوره کولو له پاره بايد هر کال ۴۰۰ زره کډوال آلمان ته راشي او بايد دلته پاته شي، په اصطلاح د درېم ګرو هېوادونو وګړي چې په اروپايي ټولنه کې شامل نه دي.

له ۲۰۱۲م کال راهيسې په اصلاح د اروپايي ټولنې د شنه يا آبي کارت له لاې آکادیمک مسلکي کدرونه آلمان ته راتلای شي. په ۲۰۲۰م کال پر دې سربیره د مسلکي يا مهارت لرونکو کسانو د مهاجرت قانون (FEG) هم عملي شو چې غير اکاديميک مهارت لرونکی کسان یې هم له مخې آلمان ته راتلای شي.

Deutschland Rewe-Logistikzentrum
په ګودامونو کې هم د کار کوونکو کمښت دیانځور: Gregor Fischer/dpa/picture-alliance

خو دې قانون لکه څومره چې ورته تمه وه، هومره نتیجه ور نه کړه، يوازې له دې وجې نه چې په آلمان کې کوچنيو او منځنيو شرکتونو ته د بهرنيو مسلکي کارکوونکو راجلبول سخت تمامیږي.  په ۲۰۲۰م کال کې له بهرنيو هېوادونو څخه ۳۰ زره مسلکي کارکوونکي آلمان ته راغلل، بل لوري ته بيا ۲۰ زره له هېواده ووتل. د کار د باراز يو څېړونکی هیربيرت بروکر له «مايوسۍ» څخه خبره کوي.

د آلمان حکومت اوس پتيېلې ده چې دغه قانون اصلاح کړي او غواړي چې په سپتمبر میاشت کې یې لومړي مهم ټکي وړاندې کړي. همدا راز دې هم اړتيا ده چې د کار بازار د هغو مسلکی کارکوونکو پر مخ هم پرانيستل شي چې د کار قرارداد خو لري خو په آلمان کې یې د فراغت سند لا په رسميت نه وي پيژندل شوی. دا خبره د کورنيو چارو وزيرې نيسنې فایزر او د کار وزير هوبيرتوس هايل څه موده مخکې وکړه. هغوی وويل چې سړی کولی شي چې د مسلکي زده کړو د فراغت دغه سند په آلمان کې هم په لاس راړوي.

د کار په ځای کې مسلکی زده کړه

تر اوسه د دې قانون له مخې مسلکي زده کړې بايد د آلمان د مسلکي زده کړو له وړتيا سره سمون ولري. متشبث وينر دا څه داسې خلاصه کوي: «دمګړۍ دولت يو مهارت لرونکی ارزوي چې آیا هغه زموږ له پاره د يوه شرکت په توګه مناسبت دی او که نه.» هغه زياتوي: «دولت دا کار نه شي کولی.»

وينتر دمګړۍ د خپل شرکت په مشتريانو کې دا خبره مشاهده کوي چې ډېر یې غير مسلکي کارکوونکی هم ګماري. هغه زياتوي: «زما د اټکل له مخې کابو شل سلنه یې هيڅ مسلکي زده کړې نه لري.» د نوموړي په خبره حتی د ميخانيکي انجنيرۍ په برخه کې هم د دې امکانات شته چې د کار په ترڅ کې د کورسونو او ورکشاپونو له لارې په شرکت کې دننه کاري ځواک «وړ او په ځانګړي توګه» د يوې مشخصې دندې له پاره وروزل شي.

د کارفرمایانو په اړه شکونه

خو دا چې دا څه په عمل کې څه معنا لري، بیتینا اوفر پرې ښه پوهیږي. نوموړې هغو شرکتونه چې غواړي بهرني کارکوونکي استخدام کړي، مشورې ورکوي. هغه وايي حتی د کار د یوه قرارداد پر درلودو سربیره هم د آلمان په سفارت کې د ویزې د غوښتنليک له پاره وخت اخيستل ډېر مشکل دي.

هغه وايي چې زه تل د ادارو له دې ډول انګیرنې سره مخامخ کیږي چې شک لري زه غواړم خپل کارکوونکی يعني يو بهرنی وګړی دلته قاچاق کړم، د دې پر ځای چې وپوهيږي چې کارفرمايان د کارکوونکو په لټه کې دي.

ب. ص/ ن. ز (Sabine Kinkartz)