1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان د مسلکي کارکوونکو په لټه کې دی

۱۳۹۸ آذر ۲۷, چهارشنبه

آلمان د نرسانو، آي ټي کارپوهانو او په نورو څانگو کې د مسلکي روزل شويو له سخت کمښت سره مخامخ دی. له همدې امله د آلمان حکومت او شرکتونه له اروپايي ټولنې څخه دباندي هيوادونو څخه د مسلکي کسانو د راتگ پر آسانولو سلا شوي دي.

https://p.dw.com/p/3UzqM
Berlin Non-profit Organisation Mimycri
انځور: Reuters/H. Hanschke

د آلمان حکومت او کاروباري ادارې یې د اروپايي اتحادیې څخه دباندې هيوادونو څخه د مسلکي کسانو آلمان ته د راوستو پر يوه پلان باندې سره سلا شوي دي.

دا پلان د دوشنبې په ورځ د تجارتي شرکتونو د استازو، صنفي اتحاديو د مشرانو او د آلمان د حکومت د يوې گډې غونډې په پايله کې ومنل شو. د دې پلان له مخې به آلمان ته د مسلکي کسانو د راوستلو پروسه آسانه کړل شي. په عمومي توگه د آلمان بيروکراسي دې هيواد ته د خارجي اتباعو راتگ ستونزمنوي.

د پلان مهم ټکي

۱ـ شرکتونه به له خپلو نويو کارکوونکو سره د آلماني ژبې په زده کړه، د هستوگنې د امکاناتو په برابرولو او د دفتري کارونو په برخه کې مرسته کوي.

۲- آلماني شرکتونه به په ځانگړي توگه د خارجيانو له پاره د کار زمينه برابروي.

۳- د آلمان حکومت به مسلکي خارجيانو ته د ویزې د ورکړې پروسه آسانوي او چټکوي، څو دغه ډول کسان ژر تر ژره آلمان ته راشي او په کار پېل وکړای شي.

۴- په آلمان کې د نورو هيوادونو د شهادتنامو د منل کيدو بروسه هم ډېره اوږده وي، حکومت به دا پروسه هم آسانوي.

۵- د آلمان د حکومت انترنت پاڼه «ميک اِټ ان جرمني» به د خارجي کارکوونکو له پاره د کار په موندلو کې بنسټیز نقش لوبوي.

کومو مسلکونو ته ډېره پاملرنه کیږي

آلمان انجينرانو، آشپزانو، نرسانو، د زړو کسانو د پالنې له پاره مسلکي کسانو، آي ټي کارپوهانو، د کمپيوتري پروگرامونو جوړونکو او د فولادو په صنعت کې کار کوونکو مسلکي کسانو ته سخته اړتيا لري.

Deutschland Einwanderung Symbolbild
د تازه منل شوي پلان له مخې به آلماني شرکتونه په ځانگړي توگه د خارجيانو له پاره د کار زمينه برابرويانځور: Becky Stares/Fotolia.com

د حکومت په حواله په دې څانگو کې د مسلکي کسانو د کمښت د له منځه وړلو له پاره به په ځانگړي توگه د هندوستان، مکسيکو، فلېپين، برازيل او ويتنام په څېر هيوادونو څخه، وړ کسان آلمان ته پر راوستلو باندي ډېره توجه وشي.

د آلمان د کډوالۍ قوانين څه وايي؟

د دوشنبې په ورځ چې پر کومو پلانونو هوکړه وشوه، هغه د «مسلکي کسانو د کډوالۍ» د نويو قوانينونه برخه ده. دا قوانين به د راتلونکي کال د مارچ له لومړۍ نیټې څخه عملي شي.

دا قوانين د آلمان د حکومت د هغو نويو پراخو اقداماتو برخه ده چې له مخې یې د کار په بازار کې د مسلکي کسانو د تشې د ډکولو په موخه آلماني اتباعو ته په بېلا بېلو برخو کې روزنه ورکول کيږي او له اروپايي ټولنې څخه هم مسلکي کسان په دندو گومارل کيږي.

(bs/nz ((AFP, dpa, AP

زموږ له آرشيف څخه: