1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان د اوکراین د پوځي ملاتړ له ډېرېدو سره موافق دی

۱۴۰۱ فروردین ۲۲, دوشنبه

د آلمان د بهرنیو چارو وزیره پر اوکراین باندې د روسيې د یرغل په مقابل کې د اوکراین د لا ډېر ملاتړ پر موضوع د نظرونه تبادله کوي. انالینا بیربوک له اوکراين سره د پوځي مرستو د ډېریدو ملاتړ وکړ.

https://p.dw.com/p/49n9H
Außenministerin Annalena Baerbock in Luxemburg
د آلمان د بهرنیو چارو وزیره، انالینا بیربوک په لوکسامبورګ کېانځور: Thomas Imo/photothek/picture alliance

د اروپايي اتحادېې غړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران د دوشنبې په ورځ په لوګزامبورک کې له کیف سره د لا ډيرو مرستو په ځانګړې توګه د پوځي مرستو پر لارو چارو خبرې کوي.

انالینا بيربوک په دې اړه د جوړې شوې غونډې په څنډه کې خبریالانو ته وویل: «یوه موضوع روښانه ده، اوکراین لا ډيرو پوځي تجهیزاتو په ځانګړې توګه درنو وسلو ته اړتیا لري.»

بيربوک ټينګار وکړ چې «اوس د پلمو جوړولو وخت نه دی، بلکې د خلاقیت او تصیم نیونې وخت دی.»

د آلمان د بهرنیو چارو وزيري روښانه نه کړه چې دغه هیواد کومې درنې وسلې د اوکراين په اختیار کې ورکوي. هغه يوازې دومره ووېل چې له اروپايي اتحادېې سره ېې د اوکراین له پاره تر «یونیم میلیارد يورو» پوځي مرستو سره موافقه کړې ده.

د اروپايي اتحاديې د بهرني سیاست مسئول، جوزپ بورل، کیف ته د خپل وروستي سفر په جریان کې اوکراین ته د اروپايي اتحادېې د پوځي مرستو وړاندیز کړی وو.

بورل درې ورځې مخکې د اروپا کمېسیون له مشرې، اورزولا فون دير لاین سره د اوکراین پلازمينې ته سفر کړی وو.

تر دې مخکې د آلمان دفاع وزیرې، کريستينا لمبرشت، اعلان کړی وو چې د اوکراین د پوځي ملاتړ د ادامې ډېر امکانات موجود دي. 

هغې آلمانۍ ورځپاڼۍ «آوکسبورګر الګماینه» سره په یوه مرکه کې چې شنبه د اپریل نهمه خپره شوه، ويلي ول چې د آلمان د دفاعي توان د حفظ له پاره لازمه ده چې په آینده کې دغه کار تر ډېره په مستقیمه توګه د پوځي صنایعو له طریقه وشي. خو د آلمان دفاع وزیرې په عین حال کې زیاته کړه چې دغه خبره په دې معنی نه ده چې د آلمان حکومت به نور د اوکراین له پاره کار نه کوي.

د اروپايي اتحاديې غړو هیوادونو د بهرنيو چارو وزیران به همدارنګه د روسې پر نفتو د احتمالي تحريمونو په اړه هم خبرې کوي.

د دغو خبرو سره جوخت پر اوکراین د روسېې د پراخې حملې د احتمال په اړه اندېښنې هم ډيرې سوي دي. جوزپ بورل په دې اړه وویل چې د دې ویره لرې چې روسيه دې د اوکراين په ختيځ کې پر دونباس باندې یوې پراخې حملې ته تیاری ونیسي.