1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان د افغانانو د منلو پروګرام له سره ارزيابي کوي

۱۴۰۱ فروردین ۲۰, شنبه

د آلمان حکومت وايي چي د اوکراين د جګړې له کبله لا تر اوسه له افغانستان څخه د مهاجرو د منلو د پروګرام په ترڅ کي فيصله نه ده سوې.

https://p.dw.com/p/49haF
Konflikt in Afghanistan - Ortskräfte in Brandenburg agekommen
انځور: Patrick Pleul/dpa-Zentralbild/dpa/picture alliance

د آلمان د حکومت له خوا د افغانانو د منلو پر پروګرام باندي د اوکرايني مهاجرو د بحران اغېزې لوېدلي دي. د آلمان حکومت ويلي دي چي د افغانستان پروګرام لپاره لا تر اوسه حتمي سياسي فيصله نه ده سوې او دا چي دغې موضوع ته بايد «په اوکراين کي د پرمختګ او وضعې په تناظر کي» وکتل سي.

د آلمان حکومت ياد معلومات د آلمان د مرکزي پارلمان د يوې وکيلي او د حزب اختلاف د کيڼ ګوند د استازي، کلارا بيونګر د سوال په جواب کي ورکړي دي.

د کلارا بيونګر د سوال په جواب کي زياته سوېده چي د آلمان حکومت لخوا د ځايي افغان همکارانو او په زياته اندازه تر ګواښ لاندي کسانو موضوع د روسيې له خوا پر اوکراين د بريد باوجوده بیا هم د آلمان د حکومت لپاره «يوه مهمه موضوع» پاته ده.

د آلمان اوسنی حکومت د سوسيال ډموکراټ ګوند، زرغون ګوند او ليبرال ګوند تر منځ په ائتلاف رامنځته سوی دی. د دغه ائتلافي حکومت د رامنځته کېدو تر مخه چي يادو ګوندونو پر کوم ائتلافي تړون سره تفاهم او لاسليک کړی ؤ، په هغه کي راغلي چي د سوريې د جګړې پر وخت د مهاجرو د منلو پروګرام دي د افغانستان لپاره هم وکارول سي.

د کيڼ ګوند پارلماني استازي، کلارا بيونګر پوښتنه کړې وه چي د آلمان حکومت به کله د افغانستان لپاره د ځانګړي پروګرام اعلان کوي. يادي سياستوالي دا پوښتنه هم کړېوه چي د آلمان د کورنيو چارو وزيري، نېنسي فيزر د کومو دلايلو پر اساس د آلمان د برېمن، برلين او تيورينګن ايالتونو له خوا د مهاجرو د منلو و ايالتي پروګرامونو ته اجازه نه ده ورکړې.

د آلمان د کورنيو چارو وزارت په خپل ياد جواب کي ويلي دي چي د آلمان د يادو ايالتونو له خوا د مهاجرو د منلو د ايالتي پروګرامونو په تړاو پرېکړه راتلونکي ته پرېښودل سوېده. په وينا يې دا ځکه چي د آلمان د مرکز له خوا د مهاجرو د منلو پر پروګرام د همږغي او انسجام لپاره د پردې تر شا بحثونه ادامه لري. 

په جواب کي راغلي چي د آلمان د ايالتونو د کورنیو چارو د وزيرانو د ۲۰۱۹ کال د دسمبر مياشتي په کنفرانس کي هم دا فيصله سوې وه چي د ايالتونو له خوا د مهاجرو د منلو ايالتي پروګرامونه بايد چي د آلمان د مرکز له خوا د مهاجرو د منلو د پروګرامونو سره همږغي واوسي.

د آلمان د حکومت په جواب کي راغلي چي د ۲۰۲۱ کال د می مياشتي راهيسي تقريبا ۱۹۰۰۰ افغانان چي ځايي همکاران، په زياته اندازه تر ګواښ لاندي کسان او يا د هغوی د کورنۍ غړي ول، آلمان ته يې د راتللو امکانات برابر کړل سوي دي.

کلارا بيونګر له افغانستان څخه د افغان مهاجرو د منلو په ترڅ کي د آلمان د حکومت پر دريځ او کار سختي نيوکي وکړې. هغې تور لګولی دی چي د آلمان حکومت پخپله په دې ترڅ کي هيڅ حرکت او لاسته راوړنه نه لري، خو د ايالتونو له خوا جوړ کړل سوو پروګرامونو په مخکي په «ماجراجويانه توجيهاتو» سره خنډونه جوړوي.

بيوګر ويلی دي: «کله چي له دې څخه خبره کيږي چي د افغانستان لپاره د آلمان د مرکزي حکومت پروګرام په اوکراين کي له وضعې سره تړل کيږي، نو داسي معلوميږي لکه دا فيصله چي يوې نامعلومي ورځي پوري ځنډول سوې وي.»

آ./ا.ا./ن.ص.