1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان د اخلاقي چارو شورا يوه مسلمانه غړې هم ومنله

۱۳۹۹ خرداد ۹, جمعه

د آلمان د اتحادي جمهوريت تر ټولو لوړ مشورتي ارګان اوس زيات روحاني کسان هم منلي دي. په هغوی کې يوه مسلمانه هم موجوده ده او یاده شورا اخلاقي ننګونو ته ځوابونه لټوي.

https://p.dw.com/p/3cyZd
Konstituierung Nationaler Ethikrat
انځور: picture-alliance/dpa/dpaweb/R. Hirschberger

د آلمان د اخلاقي چارو شورا، البته دغه جمله يې پر انترنېټي صفحې باندې راغلې ده، «د ژوند له سترو پوښتنو سره ځان بوخت ساتي.» د کرونا کړکېچ له کبله ښايي دغسې سترې پوښتنې خورا ډېرې شوې هم وي.‌ د شورا وروستۍ څرګندونه په اپريل مياشت کې د پيوستون او مسئوليت په اړه يو «فوري وړانديز» وو. په هره هغه ټولنه کې چې کړکېچونه پکې سختيږي، اموال په کمېدو وي او ژوند ته ګواښ زياتېدونکی وي،‌ نو اخلاق يعنې د اخلاقي کړو وړو په هکله فکر او سوچ اهميت مومي. يعنې څه بايد وشي او څه شی انسانان کولی شي؟ بله دا چې څه شي‌ ته اړتيا ليدل کيږي؟‌ دغسې يوې اخلاقي تګلارې ته د پخوانيو کلونو په پرتله اوس ډېره اړتيا ليدل کيږي.

د دغې عاجلې اړتيا له کبله ښايي د اخلاقي چارو شورا د پنجشنبې په ورځ د نويو کسانو په شمول يوه غونډه هم رابللې وي.‌ دغه غونډه د نورو اوسنيو راټولېدنو په څېر په مجازي او انترنېټي‌ توګه نه، بلکې په فزيکي ډول هم وه. د يادې شورا غړو د آلمان د پارلمان په يوه لوی تالار کې سره وليدل. په اپريل مياشت کې د آلمان حکومت او سنا دغې شورا ته ۲۴ نوي غړي ګومارلي ول. دا چې د آلمان پارلمان دوو هغو کارپوهانو ته منظوري ورنه کړه چې ښي اړخي عوام پال «آی اف دي»‌ ګوند پېشنهاد کړي ول، نو د معمول په څېر د ۲۶ غړو شمېر بشپړ نه شو.

د بېلابېلو دينونو ليدلوری

‌د شورا د ۲۴ غړو تر منځ يولس ښځې او ۱۳ نارينه دي چې له بېلابېلو برخو لکه فلسفې، حقوقو، طب، ټولنيزو علومو او الهياتو څخه نمايندګي کوي. د يادولو ده چې يوازې يو تن ورڅخه د آلمان له پنځو ختيځو آيالتونو څخه په يوه شرقي‌ آيالت کې کار کوي. بله دا چې په ۲۰۰۱م کال کې د اخلاقي چارو شورا له تاسيس راهيسې تل داسې يو نارينه اسقف پکې هم شتون درلود چې په يوه خاصه برخه کې تخصص ولري. خو دا ځل داسې نه ده. پر ځای يې اوس د مسيحي الهياتو پنځه استازي موجود دي، چې درې تنه يې کاتوليکي د اخلاقي چارو کارپوهان‌ دي او دوه تنه نور هم له مسيحيانو څخه نمايندګي‌ کوي.‌

Muna Tatari, Juniorprofessorin für islamische Theologin aus Paderborn
انځور: Universität Paderborn/Pressestelle

د هغوی تر څنګ د يهودي او اسلامي عقيدې يو يو استازی هم راځي.‌ هغه د يهودانو د مرکزي شورا رئيس، يوزف شوستر او يوه مسلمانه، مونا تاتاري، دي. په دې سره د اخلاقي‌ چارو په شورا کې د الهياتو د برخې حضور تر هر بل وخت پخوا خورا ډېر دی. دا خبره د دې پيغام هم له ځان سره لري‌ چې د آلمان پارلمان او حکومت د دينونو ليدلورو ته څومره اهميت ورکوي.‌

د مونا تاتاري په غړيتوب سره لومړنۍ مسلمانې هم دغې شورا ته چې له ۱۹ کلونو راهيسې موجوده ده، لاره موندلې ده. د اسلام استازيتوب په تېرو دوو دورو کې د آلمان د ماينڅ ښار د اخلاقي چارو يوه متخصص کړې وه. ۴۹ کلنه تاتاري د پادربورن پوهنتون د سيستماتيکو اسلامي‌ الهياتو په څانګه کې تدريس کوي.‌ د هغې مضامين د نورو تر څنګ معاصر متودونه، د ځان آزادولو په برخه کې د الهياتو لارښوونې او په عامه چارو کې د الهياتو ونډه ده.

د ټولنې د راتلونکي په هکله پوښتنې

په داسې يو وخت کې چې هره ټولنه د سره پاشل کېدو له خطر سره مخامخ ده، مېرمن تاتاري له دويچه ويله سره په خبرو کې د ګډ «ناراتيف» (مشترک روايتونه)ي عنې د يوې ټول منلې کيسې او توجيې پر اهميت باندې ټينګار کوي چې ټول خلک يو د بل سره تړي.‌ دا له مفهومه ډکه او ټولنې ته تړاو ورکوونکې يوه عمومي کيسه ده چې پر دې هم اغېز لري چې سړی خپل چاپېريال څنګه درک او ارزيابي کوي.‌ هغه ارزښتونه هم لېږدوي‌ او د احساساتو د راپارېدو باعث ګرځي.

تاتاري‌ وايي چې د راتلونکي‌ په هکله له څېړنو څخه يې زده کړي دي چې د ټولنيز پرمختګ له پاره څومره ډېر اهميت «هغه ناراتيف لري چې د راتلونکي‌‌ پر لور يو بل ته پيستون ورکوي. په هغې کې داسې پوښتنې بيا مرکزي اهميت لري‌ لکه په کوم لور او د ولې او څنګه پوښتنې.»

Deutscher Ethikrat
انځور: Deutscher Ethikrat

دا ډول اساسي‌ پوښتنې دغه کارپوهه ځانکړو اخلاقي بحثونو ته وربيايي. د طبي، اقتصادي، ټولنيزو او اقليمي ننګونو په رڼا کې «نه يوازې په تخنيکي لحاظ ممکنې چارې» بايد مطرح وي، بلکې د هغې په خبره د خلکو د لارښوونې په موخه بايد داسې اخلاقي اساسات هم موجود وي چې «نه يوازې پراخ ليد لوری ښيي،‌ بلکې د دې وړتيا هم لري چې د ستونزو د دقيق حل له پاره د مرستې وړتيا هم ولري.»

د ټولو ښېګړه په نظر کې نيول

له دې کبله تاتاري د اخلاقي چارو په شورا کې د غړيتوب ورکولو له کبله خوښه ده. د دې له پاره چې «يو ناراتيف زموږ د ټولنې راتلونکي ته ثبات وبخښي او هر څومره ډېر انسانان له ځانه سره مخ په وړاندې بوځي» د هغې په خبره اړينه ده چې د ډېرو خلکو غږونه او نظريات واورېدل او سره مدغم شي.‌ د اسلامي‌ الهياتو له ليدلوري څخه تاتاري همداراز غواړي له داسې يوې لارې چارې ملاتړ وکړي چې «د ټولو ښېګړه په نظر کې نيسي او هغه چا ته هم فکر کوي چې د ټولنې حاشيې ته بيول شوي وي او له داسې ګامونو هم ملاتړ کوي چې سوله ترويجوي او د خلکو د غښتلتيا سبب ګرځي.»

په غونډه کې يو له بل سره تر معرفي کېدو وروسته اوس ۲۴ تنه د شورا غړي خپله مشرتابه ټاکي او د شورا رياست هم تعيينوي. ورپسې ډېر عاجل او مهم مسايل ورته متوجه دي چې د نورو تر څنګ پکې د کرونا مرض هم راځي.‌ د آلمان د روغتيا وزير، ينس شپان، د اخلاقي چارو د شورا له ښځينه او نارينه و کارپوهانو څخه د کرونا ناروغۍ په برخه کې هغو خلکو ته چې ياد مرض يې تېر کړی وي، د معافيت د تصديق د پاڼې د ورکولو په هکله د مشورې او ارزونې غوښتنه کړې ده.