1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان خپلې پولې تړي

۱۳۹۸ اسفند ۲۵, یکشنبه

آلمان د دوشنبې له ورځي د فرانسې، اتريش او سويس سره خپلي پولي تړي. خو د موادو ترانسپورت او ځايي خلکو له پاره به استثنی وي.

https://p.dw.com/p/3ZTLT
Oberaudorf | Polizisten kontrollieren Grenze zwischen Österreich und Deutschland
انځور: picture-alliance/dpa/S. Hoppe

د بيلو آلماني رسنيو د راپورونو له مخي دغه هيواد له دوشنبې (د ۲۰۲۰ کال د مارچ ۱۶مه نېټه) د خپلو ګاونډي هيوادونو سره خپلي پولي تړي. په دې ترڅ کي به آلمان د فرانسې، اتريش او سويس هيواد سره د دوشنبې له سهاره د تګ راتګ لاري وتړي. خو هغه ځايي کسان چي په سرحدي سيمو کي اوسيږي او د خپل ورځني کار له پاره پر دغو پولو اوړي هغوی به له بندېدنې څخه مستثنی وي. په دې ترڅ کي به مخ په وړاندي هم د مالونو د ترانسپورت اجازه وي.

آلمان په داسي حال کي دغه اقدام کوي چي په هسپانيه کي د ۲۴ ساعتونو په جريان کي ۱۰۰ انسانان د کرونا (کويد ـ ۱۹)له کبله مړه سوي دي. هسپانيه د ايټاليې وروسته دويم لوی اغېزمن سوی اروپايي هيواد دی.

د ايټاليې وروسته په هسپانيه، اتريش او فرانسه کي عامه ژوند سخت اغېزمن سوی دی. د اتريش صدراعظم کورڅ ويلي چي د کور پرېښودلو له پاره صرف درې وجوهات کيدلای سي: د داسي کار لرل چي ځنډول کيدلای سي، د سودا يا خوراکي توکو رانيول او يا د نورو انسانانو سره مرسته.