1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان خپل پوځ ته ۶۰ امریکايي چينوک ډوله چورلکې اخلي

۱۴۰۱ خرداد ۱۲, پنجشنبه

د آلمان حکومت غواړي خپل پوځ ته د حمل او نقل له پاره د امریکا د بوئینګ شرکت ساخت «چينوک» ډوله چورلکې واخلي. دغه چورلکې به د آلمان پوځ د هوايي قواوو د هغو چورلکو ځای ونیسي چې شاوخوا ۵۰ کاله زړې دي.

https://p.dw.com/p/4CBcR
Australien | Hubschrauber CH-47F Chinook
انځور: Recep Sakar/AA/picture alliance

د آلمان فدرالي حکومت په پام کې لري خپل پوځ ته ۶۰ چینوک CH-47F ډوله چورلکې واخلي. د دغو چورلکو مجموعې بیه نژدې څلور ميليارده يورو ښودل شوې ده. دغه تصمیم د آلمان د دفاع وزيرې، کريستينا لمبريشت، د دغه هیواد په پارلمان کې اعلان کړ. په پام کې ده چې دغه چورلکې د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۹ کلونو په منځ کې د آلمان پوځ ته وسپارل شي.

د امریکايي شرکت بوئینګ ساخت دغه نوې چورلکې به د آلمان د پخوانیو CH-53G ډوله چورلکو ځای ونيسي. د آلمان پوځ خپلې اوسنۍ چورلکې چې د امريکايي شرکت سيکورسکي ساخت دي، له ۱۹۷۰مې لسيزې راهيسي کاروي.

لمبريشت وويل چې چینوک چورلکې «عصري او امتحان کړل شوې» دي او د ناټو سازمان ډېر غړي هیوادونه کار ترې اخلي. هغې زیاته کړه چې د دغو دوه ماشينه چورلکو لګښت، د آلمان پوځ د ۱۰۰ ميليارده يورويي ځانګړې بودجې څخه ورکول کيږي.

د آلمان د دفاع وزیرې په خبره، په پام کې ده د چینوک له هغه ډول څخه ېې واخیستل شي چې په هوا کې د تيلو اخیستلو وړتيا لري.

بوئینګ او سيکورسکي/لوکهید مارتين، یوازيني غربي شرکتونه دي چې د حمل او نقل دغه ډول پرمختللې چورلکې وړاندي کوي.

دغو دواړو شرکتونو هڅه کوله تر څو دغه څو ميليارده يورويي فرمایش تر لاسه کړي. د آلمان د دفاع وزیرې زیاته کړه، دا چې د بوئینګ ماډل الوتکې ارزانه پرېوزي، کیدای شي چې لا ډېري چورلکې واخیستلی شي.

دویچه ويله د/م.ک.ص/ن.ز.

(rtr, afp, bmvg.de) / si, af/mks/nz