آلمان بله ډله رد شوي افغان مهاجر هم اخراجوي
۱۳۹۸ آبان ۱۰, جمعهاعلان
د ۲۰۱۶ م کال له دسمبر میاشتي راهیسي په ۲۸ پروازونو کي ۷۲۰ افغانان اخراج سوي دي. خو دغه اخراج ډیر شخړه ایز دی، ځکه په افغانستان کي د طالبانو او داعش پر ضد اوس هم جګړه روانه ده.
په دې وروستیو وختونو کي د ټپي سوو او وژل سوو افغانانو شمیر ډیر لوړ سوی او یو نوي ریکارډ ته رسیدلی دی. په افغانستان کي د ملگرو ملتونو دفتر یا یوناما یوازي د همدې کال له جولای څخه تر سپټمبر میاشتي پوري ۱۲۰۰ وژل سوي او تر ۳۱۰۰ اضافه ټپیان سوي ملکي افغانان ثبت کړي دي.