1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

آلمان: برلین به په دوامداره توګه د کیف ملاتړ وکړي

۱۴۰۱ شهریور ۷, دوشنبه

د آلمان د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بیربوک په پرله پسې ډول د اوکراین د «مالي او پوځي» ملاتړ جاري ساتلو ژمنه کړې ده. بیربوک زیاته کړې ده چې که د روسیې له خوا دغه تحمیل شوې جګړه حتی کلونه هم دوام وکړي.

https://p.dw.com/p/4GAni
Es werden wieder Hände gereicht | Selenskyj und Baerbock
انځور: Florian Gaertner/photothek/dpa/picture alliance

د آلمان د بهرنیو چارو وزیره انالینا بیربوک وايي چې د اوکراین پر وړاندې د روسیې جګړه «کیدای شي کلونه دوام وکړي». هغې وویل چې آلمان به د روسیې پر وړاندې له کیف څخه د دفاع په برخه کې تل خپله همکاري جاري وساتي.

بیربوک د یکشنبې په ورځ له «بِلډ ام زونټاګ» ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل «له بده مرغه موږ باید پر دې فکر وکړو چې کیدای شي اوکراین د خپلو ځواکونو له پاره د راتلونکي دوبي په موسم کې هم درنو وسلو ته اړتیا پيدا کړي.»

انالینا بیربوک وویل: «اوکراین زموږ د آزادۍ او زموږ د امنیت دفاع کوي او موږ یي د مالي او پوځي لحاظه ملاتړ کوو او تر هغې پورې چې اړتیا وي موږ به یي مرسته جاري وساتو.»

آلمان د ۵۰۰ میلیون یورو په ارزښت نوي وسلې اوکراین ته استوي

د آلمان د بهرنیو چارو وزیرې وویل چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په دې غلط فهمۍ کې وو چې اوکراین به په څو اونیو کې ماته وخوري.

د کریمیا الحاق غیر قانوني دی

بیربوک په دې مرکه کې د اوکراین له خوا د کریمیا ټاپو د مالکیت د ادعا ملاتړ هم وکړ، چې په خبره یي روسیې په ۲۰۱۴م کال کې په غیر قانوني توګه الحاق کړ.

د آلمان د بهرنیو چارو وزیرې وویل: «کریمیا هم د اوکراین برخه ده. نړۍ هیڅکله هم په ۲۰۱۴م کال دغه الحاق په رسمیت نه دی پيژندلی. دا ادغام د نړیوالو قوانینو خلاف و.»

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز