1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان او فرانسې ایتوپیا ته د نژدې همکارۍ لاس غځولی دی

۱۴۰۱ دی ۲۲, پنجشنبه

جرمني او فرانسې ایتوپیا ته په ناارمه منطقه تیګري کي د سولي تر تړون وروسته د لا ډیري همکارۍ پیشنهاد کړی دی.

https://p.dw.com/p/4M5SQ
Äthiopien Adama | Getreidelager UN-Welternährungsprogramm | Annalena Baerbock & Catherine Colonna
انځور: Michael Kappeler/dpa/picture alliance

د جرمني خارجه وزیري انالینا بیربوک چي نن پنجشنبه سهار یې د دوو ورځو له پاره دغه هیواد ته سفر کړی دی، وویل دا مهمه ده، چي اروپا اوس «خپل مخ چټک ښکاره» کړي.

د زرغون ګوند دغه سیاستمداره د افریقا د ښکر دغه هیواد ته د فرانسې د خارجه وزیري، کاترینا کولونا سره یوځای تللې ده.

د ایتوپیا حکومت په تیر نومبر میاشت کي د تیګري د آزادي بخښونکي ولسي غورځنګ سره د سولي یو قرارداد امضا کړ. د ملګرو ملتونو د ارقامو پراساس د ۲۰۲۰م کال په نومبر میاشت کي د جنګونو له شروع کیدو راهیسي هلته په سلونو زره انسانان مړه سوي دي.

له ایتوپیا څخه د دغي لیدني کتني بل پسمنظر او دلیل په اوکراین کي د روسیې جنګ دی، د کوم په واسطه چي د غذايي موادو بحران رامنځته سوی او همدارنګه د چین مخ پر ډیریدونکي هغه کوښښونه دي چي غواړی پردغه هیواد باندي خپل نفوذ پراخ کړي. 

د تقریبأ ۱۲۰ ميلیونه نفوس په درلودلو سره ایتوپیا تر نایجریا وروسته د افریقا یو تر ټولو پر نفوسه او په عین حال کي د جهان یو تر ټولو غریب هیواد هم دی.