1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آسیا ته د دونالد ترامپ د سفر موخې

۱۳۹۶ آبان ۱۳, شنبه

ترامپ په داسې حال کې آسيا ته سفر پیل کړ، چې د هغه پر انتخاباتی ټيم له روسي چارواکو سره د اړيکو تازه تورونه لګول شوي دي. د شمالي کوريا ګواښونه د ترامپ د آسیايي سفر يو له اصلي محورونو څخه ګڼل کيږي خو نه د سفر اصلي موخه.

https://p.dw.com/p/2n119
USA Hawai Besuch Trump Melania Blumen
انځور: Getty Images/AFP/J. Watson

د امريکا ولسمشر په داسې حال کې آسیا ته خپل تر ټولو اوږود سفر پیل کړی دی، چې هیواد کې یې يو ځل بيا د روسیې له سياسي او امنيتي چارواکو سره د هغه د انتخاباتي ټيم لخوا د پټو اړيکو خبره رسنيو کې پر اصلي موضوع اوښتې ده.

نيويارک ټايمز په دې اړه په خپل يو تازه رپوټ کې د ترامپ د انتخاباتي ټيم د خارجي سياست د سلاکار، کارتر پيج لخوا له روسيي چارواکو سره د اړيکو خبر ورکړی دی.

له بل لوري، د ترامپ او د هغه د بهرنيو چارو وزير رکس تیلرسن ترمنځ مناسبات هم ظاهرا ساړه شوي دي. دونالد ترامپ له «فاکس نيوز» سره په مرکه کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د يو شمير چارواکو څخه له دې امله نارضايتي ښکاره کړه چې د هغه له سياستونو څخه بشپړ ملاتړ نه کوي.

ترامپ حتې د دې پوښتنې په ځواب کې چې آيا تيلرسن به د هغه د حکومتي دورې تر پايه په خپله دنده کې پاتې شي که نه؛ په سوړ ځواب سره وويل چې: «بايد منتظر پاتې شو او وګورو چې څه کيږي».شمالي کوريا

د آمريکا د جمهورۍ رياست مقام ته د دونالد ترمپ تر رسيدو راوروسته، دا آسیا ته د هغه تر ټولو اوږد آسيايي سفر دي. له ترامپ سره په دغه سفر کې د هغه ميرمن ملانيا ترامپ او د امريکا يو شمير لوړپوړي سیاسي او اقتصادي چارواکي مله دي. ترامپ به د يکشنبې په ورځ ( ۲۰۱۷م کال د نوامبر ۵مه) د جاپان په توکيو کې ښکته شي.

د بهرنيو چارو وزير رکس تيلرسن هم د هغو امريکايي چارواکو په ډله کې دی چې په دغه اوږده سفر کې له ترامپ سره ملګرتيا کوي. په پام کې ده چې ترامپ به په دغه سفر کې د جاپان او سويلي کوريا څخه ليدنه وکړی. دغو دوو هيوادونو ته د هغه د سفر اصلي موخه، د شمالي کوريا د هستوي او توغنديز فعاليتونو له بابته راوتلي ګواښونه ښودل شوي دي.

خو د شمالي کوريا موضوع یوازينې او تر ټولو مهمه موضوع هم نه ده چې له امله يې ترامپ دغه سفر ته اړ شوی وي. د اقتصادي مسائيلو پراختيا، په ځانګړې توګه په آسيا کې د چين اقتصادي سياستونو ته د بديل موندلو په اړه خبرې اترې، له نورو مسائيلو څخه دي چې د امریکا د ولسمشر د دغه سفر په اجندا کې ځاي لري.

ترامپ به دغه راز د چين، فيليپين او ويتنام هيوادونو څخه هم ليدنه وکړي. په ويتام کې به د « آسيا د سويل ختيځ هيوادونو د ټولنې» په نوم، په يوه بله غونډه کې ګډون وکړي.

د ترامپ او پوتين احتمالي ليدل

دونالد ترامپ به په احتمالي توګه د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره هم وګوري. په پام کې ده چې دغه ليده کاته د فيليپن په پلازمينه، مانيلا کې ترسره شي. په دغې ليدنه کې به دواړه ولسمشران يو ځل بيا د نړۍ پر مهمو موضوع ګانو لکه شمالي کوريا، سوريه او اکراين خبرې اترې وکړي.

هغه به دغه راز د آسيا - پسفيک د اقتصادي همکاريو سازمان د غړو هيوادونو په سرمشريزه کې هم ګډون وکړي.

په دغې سرمشريزه کې د دونالد ترامپ د ګډون تصميم د سپينې ماڼۍ لخوا په وروستيو شيبو کې ونيول شو. دونالد په لمړي سر کې په دغې سرمشريزه کې د ګډون سره علاقه نه لره چې دغې مسئلې په پراخه کچه نيوکې راولاړې کړې وې.

د تيرو ۲۵ کلونو په ترڅ کې دا د امريکا د متحده ايالتونو د ولسمشر لخوا تر ټولو اوږد سفر دی چې ترسره کيږي.
 

USA Hawai Besuch Trump Blumenkette
ترامپ او مېرمنه مېلانيا يې هاوايي ته هم ولاړ انځور: Reuters/J. Ernst