«آریانا هوایي شرکت له مالي ستونزو سره مخامخ دی»
۱۳۹۸ مهر ۸, دوشنبهآریانا هوایي شرکت په افغانستان کې یو له زړو شرکتونو څخه شمیرل کیږي. دغه شرکت چې ۵۰ کلن قدامت لري، اوسمهال له جدي مالي ستونزو سره مخامخ دی.
د دغه شرکت چارواکو ویلي دي چې په تیرو شپږو میاشتو کې یې تر عوایدو لګښتونه ډیر ول. د آریانا هوایي شرکت رئیس عالم شاه ابراهیمي، له دویچه ویله سره په خبرو کې د مالي ستونزو په تائیدولو سره وویل: «له جنورۍ تر جون میاشتې پورې زموږ مصارف تر عوایدو زیات ول چې زموږ له پاره د خطر یو زنګ دی.»
اوس آریانا هوایي شرکت څلور الوتکې لري، چې د نړیوالو معیارونو په پام کې نیولو سره د دوو الوتکو د الوتنې دوره پوره شوې ده اود الوتنو اجازه نه لري.
د دغه شرکت ځینو چارواکو ویلي دي چې دوې نور الوتکې هم زړې شوي دي او په خبره یې شرکت د نورو الوتکو رانیولو توان نه لري. خو د شرکت رئیس د دغو دوو الوتکو د زړیدو خبره ردوي.
آریانا هوایي شرکت آن په دې نه دی توانیدلی چې سږ کال حاجیان انتقال کړي. د دغه شرکت رئیس زیاتوي چې په پام کې وه پنځوس سلنه حاجیان آریانا شرکت د حج له پاره انتقادل کړي، خو دغه شرکت و نه توانید د دغې چارې له پاره یوه لویه چارتر الوتکه برابره کړي.
ابراهیمي په دې هکله له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «و مو نه شوای کړای چې حاجیان انتقال کړو، باید پنځوس سلنه حاجیان موږ انتقال کړي وای او پنځوس سلنه کام ایر. موږ و نه شوای کړای یوه لویه الوتکه چارتر کړو، نو قرارداد مو بیا ځل کام ایر ته وسپاره.»
آریانا شرکت، چې زیاتره پروازونه یې هندوستان ته کول، د پاکستان او هند تر منځ د ترینګلتیا او د پاکستان له لوري د هوایي حریم د تړل کیدو له کبله سخت زیانمن شوی دی او دې چارې یې مالي ستونزې لا ډیرې کړي دي.
د دغه افغان هوایي شرکت چارواکي وایي چې خپلې دغه ستونزي یې له حکومتي چارواکو سره شریکې کړي دي او ولسمشر فرمان ورکړی دی چې د آریانا هوایي شرکت اوسنی وضعیت د یوه نړیوال متخصص شرکت له لورې وارزول شي.
په دې هکله ښاغلي ابراهیمي زیاته کړه: «فرمان صادر شوی دی، څو یو نړیوال شرکت استخدام شي او و ارزوي چې چیرې خلاوې شته او ولې آریانا په تاوان کې ده او دغه راز بايد د ارزونکي شرکت موندنې تطبیق شي.»
که څه هم د دغه شرکت چارواکي هیله من دي چې د ولسمشر فرمان په عملي کولو سره به دغه شرکت له روان وضعیت څخه راووځي، خو ځیني اندیښنې هم لري. ابراهیمي زیاته کړه: «که چیري جديت ونه شي، نو دغه شرکت به په اوږده موده کې له ډیوالي کیدو سره مخامخ شي.»
د دغه شرکت عمومي بررسي ښيې چې د پخوانیو قوانینو شتون، بیوروکراسي، د هوا نوردۍ له نوې تکنالوژۍ سره د بلدۍ بشري منابع نشتون او همداشان د نوو الوتکو د رانیولو او یا د الوتکې د کرایه کولو له پاره د بودجې نشتون د دغه شرکت له عمده ستونزو څخه شمیرل کیږي. له دې کبله دغه شرکت نه شي کولی له خصوصي شرکتونو سره سیالي وکړي.
د دغه شرکت چارواکي په دې آند دې چې د یوه نړیوال شرکت له لوري د آریانا هوایي شرکت ارزول، د قوانینو اصلاح کول، د بشري منابعو په برخه کې اصلاحات او د «باختر افغان هوایي شرکت» بیا احیا کول کولی شي تر یوه کاله پورې د دغه شرکت ستونزې راکمي کړي.
اوس آریانا هوایي شرکت هرات، کندهار او مزار شریف ته پر ورځنیو داخلي پروازونو سربیره تر هيواد دباندي مسکو، دهلي، د چین ارومچي، انقره، دوبۍ او جدې ته هم پروازونه لري. خو د دغه شرکت د مسافرو شمیر مخ پر کمیدو دی.