1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

زېهوفر: د آلماني ملا امامانو روزنه ښه پر مخ روانه ده

۱۳۹۹ آبان ۲۲, پنجشنبه

سږ کال د اسلامي کنفرانس تمرکز د مسجدونو د ملا امامانو د روزنې پر موضوع دی. په اروپا کي وروستیو ترهګريزو حملو ته په کتو سره د جرمني د کورنیو چارو وزیر وويل چي په دغه هیواد کي د ملایانو تربیه ښه پانګه اچونه وه.

https://p.dw.com/p/3lBP2
Deutschland Fest des Fastenbrechens
انځور: picture-alliance/AA/A. Hosbas

د جرمني د کورنیو چارو وزیر، هورست زېهوفر د اسلامي کنفرانس د دایریدو په مناسبت په دغه هیواد کي د آلماني ملا امامانو د تربیې ترڅنګ په عین حال کي د مسلمانانو څخه د ترهګرۍ او افراطیت پر ضد د مبارزې غوښتنه هم وکړه. هغه وویل، تاسي زموږ او ستاسي د هیواد له پاره فوق العاده مهمه وظیفه اجرأ کوئ.

د اسلامي کنفرانس (DIK ) هدف په جرمني او اروپا کي د مسملمانانو لا ډیر ادغام دی، بې له هر ډول خارجي لاس وهنو او تأثیراتو څخه. اسلامي کنفرانس، چي سږکال د کرونا پانډمۍ په سبب انلاین دایریږي، په یوه برخه کي یې د جرمني په شپږو منطقو کي د افکارو او تجربو تبادله هم په پلان کي ده.

زېهوفر همدارنګه وویل، چي اسلامي کنفرانس د یوه جوړونکي او انتقادي ډیالوګ د فورم په حیث ځان په اثبات رسولی دی، کوم چي د متقابل احترام پراساس پر مخ ځي. زېهوفر په دې تازه وختو کي په اروپا کي د اسلامي تندلارو پواسطه ترهګري حملو ته هم اشاره وکړه او په جرمني کي یې د هغه په ارتباط، یعني تشدد څخه د مسلمانانو د ښکاره فاصلې نیولو څخه مننه وکړه. هغه د ملایانو او ټولو مسلمانانو څخه وغوښتل، چي «لطفاً زموږ سره په ګډه او ستاسي په اختیار کي ټولو وسایلو سره د دغو متعصبینو او تندلارو پرضد مبارزه وکړئ.»

د زېهوفر په نظر دا خبره د ښی اړخي افراطیت او راسیزم پر ضد مبارزې په خاطر هم اعتبار لري، چي په اوس وخت کي تر ټولو لوی خطر تشکیلوي. زېهوفر په عین حال کي دا هم وویل، چي د مسلمانانو سره دښمنانه افکار د مسلمانانو او په جرمني کي د سولي له پاره یو خطر دی. خو هغه پر اسلام باندي د ممکنه منتقدینو او مسلمانانو سره د دښمنۍ تر منځ واضح سرحدبندي وغوښتله.

د زېهوفر په حواله د اسلامي کنفرانس په چوکاټ کي په جرمني کي د پوهنتون د الهیاتو د شعبې څخه فارغ ملا امامان کرار عمل ته داخلیږي او تر تحصیل وروسته په مساجدو کي د ملایانو په حیث وظایف اشغالوي. په خبره یې دا د داسي یوه اسلام له پاره تعین کونکی دی، چي زموږ د اساسي قانون ارزښتونه د نورو سره شریکوي او د ژوندانه آلماني طرز ته اهمیت ورکوي. هغه اضافه کړه، چي د ملایانو تربیه یوه دولتي وظیفه نه ده، بلکي د مذهبي ازادۍ او مذهبي خود ارادیت په چوکاټ کي پخپله د مذهبي ټولنو وظیفه ده.