1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورتآلمان

افغان- آلماني سوک وهونکي سعیدي نړیوالو سیالیو ته لاره ؤمونده

۱۳۹۹ اسفند ۱۰, یکشنبه

افغاني الاصله آلماني سوک وهونکي یما سعیدي خپل فنلنډي سیال ته ماته ورکړه او په دې توګه یي د آلمان د سوک وهنې د نړیوالې اتلولۍ کمربند ترلاسه کړ. له دې بریا سره سعیدي نړیوالو سیالیو ته لاره ؤموندله.

https://p.dw.com/p/3q264
BOXEN: Agon Boxgala Tomi Silvennoinen  - Jama Saidi
انځور: Torsten Helmke/AGON Sports

افغاني الاصله آلماني سوک وهونکي یما سعیدي د شنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۲۷ نیټه) خپل فنلنډي سیال ټومي زیلویننوین ته ماته ورکړه. نوموړي په خپلې شلمې مسلکي سیالۍ کې د آلمان د بوکس نړیوالې اتلولۍ کمربند ترلاسه کړ.

دغه سیالۍ د «آګون- سپورت» ورزشي سازمان له خوا د ۶۹ کیلوګرامه منځني یا متوسط وزن کې په لسو دورو کې د آلمان د بوکس فدراسیون د داورانو په موجودیت کې په برلین کې ترسره شوه.

یما سعیدي وتوانید چې خپل ۲۵ کلن فنلنډي سیال ته په لسم راونډ کې ماته ورکړي. ۲۷ کلن افغاني الاصله آلماني سوک وهونکي له ۲۰۱۱م کال راهیسي د بوکس ورزش ته مخه کړې ده.

نوموړی لومړی افغان ورزشکار دی چې په خپلو کارنامو کې شپږ ځله د اروپا بوکس اتلولي لري او د دوو نړیوالو سازمانونو «ای بي اف» او «وي بي اف» څخه یې د اتلولۍ کمربندونه ترلاسه کړي دي.

BOXEN: Agon Boxgala Tomi Silvennoinen  - Jama Saidi
یما سعیدي خپل فنلنډي سیال ته په لسم راونډ کې ماته ورکړهانځور: Torsten Helmke/AGON Sports

دغه ځوان ورزشکار توانیدلی دی چې په خپلو وروستیو مسابقو سره د بوکس په برخه کې ارتقا وکړي او په نړیوالو سیالیو کې د ګډون کولو زمېنه ورته مساعده شي. دغه افغاني الاصله آلمانې چې څو ځله د اروپا اتل شوی دی، په خپل سر کې د نړیوال اتل کیدو خیال لري.

یما سعیدي په ۲۰۲۰م کال کې هم له ګانا هیواد څخه خپل سیال ته ماته ورکړې وه. نوموړي تر دې مسابقې وروسته دویچه ویله ته ویلي وو: «اوس هڅه کوم په یوه بل وزن کې د اروپا اتل شم او یو یا دوه کاله وروسته نړیواله اتلولي ترلاسه کړم.»

یما سعیدي تر دې وروستۍ بریا مخکې، په آلمان کې د بوکس په ریشته کې د ۴۳ حرفوي ورزشکارانو په کتار کې په دریم مقام کې او په نړیواله کچه د ۱۵۳۴ فعاله سوک وهونکو ورزشکارانو ترمنځ په ۴۰م مقام کې قرار درلود.

دویچه ویله: ش.ن/ خ.ح