1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نړيوال بانک له افغانستان سره ۱۲۳ ميلیونه ډالره مرسته کوي

۱۴۰۰ تیر ۴, جمعه

نړيوال بانک اعلان کړی دی چي اداري هیئت یې له افغانستان سره د بلاعوضه مالي مرستو یوه نوې بسته تصویب کړې ده. دغه ۱۲۳ ميلیونه ډالري بسته به د اساسي اصلاحاتو، دولتي مصارفو او افغانستان د اقتصادي ودي په لار کي مصرف سي.

https://p.dw.com/p/3vXmz
Zentrale Weltbank Washington D.C.
انځور: AFP/Getty Images/E. Baradat

نړيوال بانک د دغو مرستو خبر پرون پنجشنبه (د جون میاشتي ۲۴ مه) ورکړی او ویلي يې دي چي دغه پیسې به د اساسي اصلاحاتو، دولتي مصارفاتو، مالي شفافیت، ښې حکومت ولۍ او د خصوصي سرمایه ګذارۍ د تشویق له لاري د افغانستان د اقتصادي ودي په لار کي مصرف سي.

د افغانستان له پاره د دغه بانک د دفتر رئیس، هنري کرالي د دغي نوي مالي بستې د تصویب پر وخت وویل: «د دغي نوي مالي مرستي تصویب د افغانستان د اقتصادي او اجتماعي وضعیت د سمولو په لار کي د نړيوال بانک هغه اوږدمهاله تعهد ښيي چي د کرونا ویروس شیوع متضرره کړی دی.»

کرالي همدارنګه وویل: «نړيوال بانک اماده دی چي په دغه سخت حالت او شرایطو کي د افغانستان د اصلاحاتو پروسې، اقتصادي ودي او خود کفايي د ساتلو په لار کي  خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.»

په پلان کي ده چي د مالي مرستو دغه نوې بسته د ۲۰۲۱م کال د حکومتي انکشافي پلان په چوکاټ کي تنظیم سي.

د نړيوال بانک په خبر کي همدارنګه راغلي دي چي د افغانستان د بیارغوني له صندوق سره هم ۳۰۰ ميلیونه ډالره مرسته کیږي چي په دې سره له افغانستان سره مجموعي کومک ۴۳۲ ميلیونه ډالرو ته رسیږي.

دغه بانک لیکلي دي چي سیاسي اوضاع او د کرونا وبا د افغانستان پر اقتصادي وضعیت، د حکومت پرمالي سیسټم او اجتماعي پرمختګ باندي سختي منفي اغېزې کړي دي.

بانک همدارنګه ویلي دي چي په ۲۰۲۰م کال کي د کرونا وبا او د ښارونو د قرنطین په سبب اکثرو خلګو په رسمي او خدماتي ځانګو کي خپل کارونه او وظایف له لاسه ورکړي دي. په همدغه کال کي د افغانستان اقتصادي وده دوه فیصده راکمه سوې ده.

سربیره پردې په تیرو څو میاشتو کي وچکالۍ، خراب اقتصادي وضعیت، امنیتي بحران او خراب سیاسي وضعیت د عامو خلګو فقر او دربدري نوره هم ډېره کړې ده.