1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کي ۶ کان کیندونکي وژل سوي

۱۳۹۹ اسفند ۲۲, جمعه

پاکستاني چارواکو ويلي دي چي کويتې ښار ته نژدې د کان کيندني په يوه پيښه کي ۶ کسان وژل سوي او دوه نور ټپيان سوي دي.

https://p.dw.com/p/3qWQV
Kaschmir - Rohstoffabbau in Rubienenmiene
انځور: Getty Images/AFP/S. Qayyum

د ژوغورونکي عملې ځايي کارکوونکي ویلي دي چي د پیښي علت پر اتو تنو کارکوونکو باندي د غره د یوې ستري ډبري رالویدل وو.

په پاکستان کي په کانونو کي کار د امنیتي نیمګړتیاوو او ناوړه کاري شرایطو له امله د خطرناکو کارونو څخه شمیرل کیږي. په کانونو کي ناوړه او وژونکي پیښې تر ټولو د مخه ددغه هیواد په جنوب او جنوب لویدیځ کي رامنځته کیږي.

PG/NZ/AG