1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

خوست: طالبان ښځو ته د سوداګرۍ له پاره دوکانونه ویشي

فريدالله ظاهر
۱۴۰۰ اسفند ۱۱, چهارشنبه

په خوست کې د طالبانو ښاروالۍ مسئولینو خبر ورکړی دی چې په دغه ولایت کې ښځو ته د سوداګرۍ په موخه لسګونه دوکانونه ویشي. ایا نارینه به هم کولی شي چې په دغه مارکیټ کې سودا راونیسي؟

https://p.dw.com/p/47tNn
Afghanistan Khost Markt
په خوست کې د ښځو د مارکيټانځور: Mohammad Ullah/DW

په هېواد کې د طالبانو له واکمنیدو سره د ښځو پر زده کړو او د کوره د باندې په کار کولو محدودیتونه ولګیدل او چاپیریال ورته سخت شو. خو په خوست کې ښاروالي اوس غواړي چې ښځو ته دوکانونه وویشي، څو پکې خپله ښځې دوکاندارې وکړي.

د خوست له پاره د طالبانو ښاروال قاري بسم الله بلال دویچه ویله ته وویل، دا پریکړه یې د طالبانو د رهبرۍ تر هدایت وروسته کړې ده. د هغه په خبره ښځو ته د دوکانونو له ويشلو سر به هغوی وکولی شي د شرعي اصولو سره سم سوداګري وکړي.

نوموړی وایي، دا مارکیټ د پخواني حکومت پرمهال د ښځو په نوم جوړ شوی وو، چې ۱۰۸دوکانونه او ۵۶ غرفې لري  چې د یوې شفافې پروسې له مخې ویشل شوي او لا هم د دوکانونو ویش دوام لري.

نوموړی زياتوي: «دا مارکیټ د پخواني حکومت پرمهال جوړ شوی او دوه پوړونه لري. پخوا یو منزل کې نارینه او بل منزل کې ښځو ته دوکانونه ورکړل شوي وو، خو موږ دا مارکیټ ټول ښځو ته ځانګړی کړی. ښځې به پکې دوکاندارې وي او یوازې ښځې د سودا لپاره ورتللی شي.»

په ياد مارکيټ کې یوې دوکاندارې نرګس چې د خپلې کورنۍ سرپرستې ور په غاړه ده، د طالبانو پر دې ګام خوښي څرګنده کړې ده. هغې دویچه ویله ته وویل، هیله لري چې دوکان به یې وچلیږي او حلال رزق به وګتي.

Afghanistan Provinz Khost Kriminalität
د خوست ښارانځور: DW/M. F. Zahir

نوموړې وايي: «دا یوه زما ژوند کې یوه خوښي ده، چې زه دوکانداره یم. دغه مارکیټ کې مخکې هم ځینو ښځو ته دوکانونه ویشل شوې وو، اوس هم ویشل کیږي. موږ کمه سودا لرو، خو هیله شته، چې دوکان به مو په وخت سره ښه شي.»

دوکاندارې میرمنې وایي، د ښځو اقتصادي حالت ښه نه دی او له ښاروالۍ غواړي، چې دوکانونو ته د سودا په راوړلو کې ورسره مرسته وکړي.

په همدې حال کې د خوست اوسیدونکي د ښځو مارکیټ د فعالیدو په اړه خوښي څرګندوي.

د ګربزو ولسوالۍ قومي مشر ګل احمد خان دویچه ویله ته وویل چې د ده په شمول اوس هر څوک کولی شي، چې په ډاډه زړه میرمنې د ښځو مارکیټ ته ورولي چې سودا پکې راونیسي.

ګل احمد وایي: « دا خو زما په نظر یو ښه کار دی، چې ښځو ته ځانګړی مارکیټ جوړ شو. موږ خو دودیزه ټولنه ده او دا شرم بلل کیږي، چې ښځې دې د نارینه دوکان ته سودا ته ورشي. زه خپله مې د کورنۍ ښځو ته اجازه ورکوم او نور خلک هم ښځو ته اجازه ورکوي، چې د ښځو مارکیټ ته سودا ته ورشي.»

د خوست د طالبانو ښاروال زیاتوي، چې د دې مارکیټ له پاره په ښاروالۍ کې ښځینه مامورینې ګماري او ښځو دوکاندارو ته به د کار کولو زمينه برابره کړي.

دا مارکیټ چې دوه پوړونه لري، یو کال وړاندې د خوست ښار ۱۲ سوه فامیلیو کې د ای ار سي مؤسسې له لوري د آلمان فدرالي دولت په مالي لګښت جوړ شوی دی.