1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمانی پوځ به له افغانستان څخه خپل بير او شراب هم بیرته وړي

۱۴۰۰ خرداد ۱۶, یکشنبه

آلمان له افغانستان څخه د خپلو عسکرو د ایستلو لړۍ پيل کړې. آلماني پوځ خپلو سرتیرو ته د الکهولي مشروباتو استفاده منع کړې. دوی تر اوسه پورې هلته د ۶۵ زره قوطۍ بیر او ۳۴۰ بوتله شرابو د انتقالولو په اړه پریکړه نه کړې.

https://p.dw.com/p/3uUNg
Deutschland Leipzig Bundewsehr Rückverlegung aus Afghanistan
انځور: Jan Woitas/dpa/picture-alliance

د آلمان اونیزې مجلې «شپيګل» له افغانستان څخه د آلماني سرتیرو د وتلو په هکله په خپل تازه رپوټ کې له دغه هیواد څخه د آلماني سرتیرو د لسګونو زره قُوطيو پاتې شوو بیرو او سلګونو بوتله شرابو د انتقالولو ستونزې ته اشاره کړې ده.

په افغانستان کې د آلماني پوځ قوماندان آنسګار مایر، ویلي دي چې دغه بیر او شراب نور نه شي مصرفولی، ځکه پوځ د وتلو په وروستي پړاو کې د موجوده ګواښونو په پام کې نیولو سره د عسکرو له خوا د الکهولي مشروبانو څخه پر استفادې بندیز لګولی دی.

د نوموړي په خبره پوځ د قانوني ممانعتونو له کبله نه شي کولی دغه شراب خرڅ او یا یې چاته تحفه کړي.

له بلې خوا په افغانستان کې مذهبي وجوهاتو د دغې ستونزې حل له خنډونو سره مخامخ کړی دی. 

آلمان ته د دغه ۲۲۵۰۰ لیتره بیرو او شرابو د انتقالولو له پاره باید دغه هیواد د آنتونوف په نامه لویه روسي الوتکه کرایه کړي، چې دا ډیر لوړ مصارف ایجابوي.

د آلماني پوځ د ماموریت په اړه زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ:

بله حل لاره یې دا ده چې دغه مشروبات هم هلته له منځه یوړل شي. خو په هر حال آلمان باید ژر په دې هکله تصمیم ونیسي.

آلمان ویلي دي چې په افغانستان کې د دغه هیواد د سرتیرو موجودیت د دغه هیواد د پوځ په تاریخ کې تر ټولو د لوړ لګښت لرونکی ماموریت دی.

آلمان د ناټو د غوڅ ماموریت په چوکاټ کې تر امریکا وروسته په افغانستان کې تر ټولو ډیر سرتیري لري چې شمیر یې ۱۱۰۰ ته رسیږي. امریکا متحده ایالات بیا په دغه هیواد کې د ۲۵۰۰ او ۳۵۰۰ ترمنځ سرتیري لري.

له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو د وتلو لړۍ د می میاشتې له لومړۍ نیټې څخه پيل شوې ده او د سپټمبر تر میاشتې پورې به دوام وکړي.

ډير شمیر کتونکي په دې باور دي چې د بهرنیو ځواکونو وتل به په دغه هیواد کې یو وار بیا د ګډوډۍ او ترينګلتيا د یوه تازه پړاو د پيلیدو سبب شي.

دویچه ویله: ش.ن/ ن.ص