1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا امريکا او پاکستان به د طالبانو پر ضد ګډ دريځ غوره کړي؟

۱۴۰۱ دی ۲۶, دوشنبه

په پاکستان کې پر پوځيانو او پوليسو د وسله والو بريدونو زياتېدو د ترهګرۍ پرضد د اسلام آباد او واشنګټن ترمنځ د همکارۍ د ډيرېدو امکانات رامنځته کړي دي.

https://p.dw.com/p/4MFsx
د پاکستان او افغانستان ترمنځ د چمن سرحد
د پاکستان او افغانستان ترمنځ د چمن سرحدانځور: STR/AFP

په پاکستان کې په تېر يوه کال کې په ترهګريزو بريدونو کې د پام وړ او دراماتيک لوړوالی ليدل شوی دی. په تېره بيا له هغه وروسته چې د تحريک طالبان ډلې (ټي ټي پي) د پاکستاني حکومت سره  خپل د اوربند تړون لغوه اعلان کړ.

دا بريدونه چې ډېر یې د ټي ټي پي له خوا ترسره شوي، نه يوازې د پاکستان پوځ، پوليس او استخباراتي کارکوونکي، بلکې د پوليو يا ګوزن ضد واکسین ټیمونه او همدا شان ملکیان هم په نخښه کوي.

ټي ټي پي د بېلا بېلو وسله والو ګروپونو جوړه يوه ډله ده چې له افغان طالبانو سره هم نزدې اړيکي پالي.

افغان طالبان د دو انتخابونو تر منځ: د پاکستان حکومت که «ټي ټي پي»؟

د ۲۰۲۱م کال په اګست مياشت کې په افغانستان کې د طالبانو تر بيا واکمنۍ او له دغه هيواد څخه د ناټو او امريکايي ځواکونو تر وتلو وروسته ادعا کيږي چې د ټي ټي پي ډېرو مشرانو او جنګيالو هلته پټنځایونه وموندل او په آزاده توګه ژوند کوي چې دې کار د ټي ټي پي ډله ډېره زړوره کړې ده.

پاکستاني چارواکي تل پر ټي ټي پي تور پورې کوي چې له افغان خاورې څخه په پاکستان کې بريدونه پلانوي او ترسره کوي او د دغه ډلې پر وړاندې یې د کلکو اقداماتو ترسره کولو هوډ څرګند کړی دی.

د پاکستان د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله خان په دې وروستیو کې هڅه وکړه چې خپل ولس ته ډاډ ورکړي چې امنيتي ځواکونه یې د پاکستاني طالبانو پر ضد مبارزه کوي، په داسې حال کې چې د خبرو اترو میز ته د دغه ډلې د کښينولو هڅې هم روانې دي. خو هغه وويل چې طالبان بايد لومړی خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي.

له کابل سره د ښو اړيکو ساتل

په کابل کې د طالبانو مشرتابه د اسلام آباد هغه څرګندونې چې افغان طالبان تورنوي، «پاروونکې» بللي دي.

د پاکستان پخواني لومړي وزير عمران خان چې ويل کيږي په افغانستان کې د طالبانو د بيا واکمنېدو پلوی دی، د پاکستان حکومت ته په کابل کې د طالبانو د حکومت د پارونې له کبله خبرداری ورکړی دی.

نوموړي تېره اونۍ يوه سيمينار ته د وينا پر وخت وويل: «که چېرې موږ [پاکستان] له افغانستان سره ښو اړيکو ته ادامه ور نه کړای شوه، نو د ترهګرۍ ضد نوې جګړه به زموږ له پاره بلا وګرځي.»

د عمران خان پاکستان تحريک انصاف يا «پي آي آې» ګوند وايي چې د لومړي وزير شهباز شريف حکومت په پام کې لري پر افغانستان د امريکا متحده ایالاتو ډرون بريدونو ته د اجازې د ورکړې په موخه ټي ټي پي يا پاکستاني طالبان د يوې بهانې په توګه وکاروي.

د عمران خان يوه پخواني مشاور جمشيد اقبال چيمه، دويچه ويله ته وويل: «دوی به ښايي ووايي چې افغان طالبان په پاکستان کې د ټي ټي پي د بريدونو په مخنيوي کې پاته راغلي دي او امريکا دې په افغاسنتان کې د ټي ټي پي پر ضد د ډرون يا بې پېلوټه الوتکې بريدونه وکړي.»

له القاعدې سره د پاکستاني طالبانو ژورې اړیکي

امريکا متحده ايالاتو په دې منځ کې ټي ټي پي او د القاعدې شبکې سيمه ایزه څانګه د «نړيوالو ترهګرو» په توګه درجه بندي کړې، څو د دې ډلې پر وړاندې بندیزونه لا پسې کلک کړي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په دسمبر مياشت کې په يوه اعلاميه کې ويلي ول چې واشنګټن «د ترهګرۍ ضد خپلو بشپړو ابزارو کارولو ته ژمن دی» څو د هغو وسله والو ډلو له خوا متوجه ګواښ سره مبارزه وکړي چې افغانستان د «نړيوالې ترهګرۍ د پلیټ فارم» په توګه کاروي.

په پاکستان کې په دې وروستيو کې ترهګریزو بريدونو ډېر زور اخيستی دی
په پاکستان کې په دې وروستيو کې ترهګریزو بريدونو ډېر زور اخيستی دیانځور: Karim Ullah/AFP/Getty Images

امريکا د القاعدې د هند د څانګې مشران هم د نړيوالو ترهګرو په توګه ونومول چې د القاعدې د هند د څانګې مشر اسامه محمود، د دې څانګې مرستيال مشر عاطف يحی غوري او دغه ډلې د جلب او جذب مسئول محمد معروف پکې شامل دي.

د هند او طالبانو ترمنځ اړیکې، پاکستان ته څه پيغام لري؟

همدا راز د ټي ټي پي مشر قاري امجد هم په دغه نوملړ کې شامل دی چې د پاکستان په شمال لویدیځ کې د وسله والو بريدونو څارنه کوي.

سميع يوسفزی چې د پاکستاني او افغان طالبانو او د سیمې د چارو کارپوه دی، په دې آند دی چې امريکا په پاکستان کې د ټي ټي پي د بريدونو زياتېدو په اړه اندېښنه لري.

هغه وويل: «ټي ټي پي له القاعدې سره ډېرې ژورې اړيکي لري.» او زياته یې کړه چې بيرته راپورته کيدل یې کيدای شي نورې ترهګرې ډلې هم «تشويق کړي چې دا د امريکا امنيت ته جدي ننګونه ده.»

د اسلام آباد له پاره سخته پريکړه

اسلام آباد ميشته شنونکې نور فاطمه، په دې آند ده چې د امنيت دا ګډ علايق پاکستان او امريکا د طالبانو پر ضد جګړې له پاره سره يو کولی شي. نوموړې وويل: «پاکستان بايد د مذهبي ګوندونو ممکنه احتجاجونه له پامه وغورځوي، ځکه د ټي ټي پي وسله والو په نخښه کول د دواړو هېوادونو په ګټه دي. که چېرې پر پاکستان له امريکا سره د ګډ ځواک رامنځته کولو غږ وشي نو پاکستان به زړه نا زړه نه شي.»

د ضياء الرحمان په نوم يو څيړونکی چې پر ياغيتوب او وسله والو څيړنې کوي، هم ورته نظر لري.

خو د امريکا او پاکستان ترمنځ به دا ډول همکاري په داسې يوه هيواد کې له ډېر مخالفت سره مخ شي چېرې چې د امريکا ضد احساسات دېر لوړ دي، په ځانګړي توګه تر هغه وروسته چې پخواني لومړي وزير عمران خان پر واشنګټن تور ولګاوه چې هغه یې د يوې توطیې له لاري له واکه لېرې کړ.

رحمان وايي چې په روان حالت کې به له امريکا سره امنيتي همکاري د اسلام آباد له پاره يوه ډېره سخته پریکړه وي. هغه وويل: «داسې هره همکاري به له افغانستان سره د پاکستان اړيکي نورې هم ټکنۍ کړي.»

طلعت عايشه وزارت چې د کراچۍ پوهنتون د نړيوالو اړیکو د څانګې پخوانې مشره ده، هم دا نظر تاييدوي. نوموړې له دويچه ويله سره په خبرو کې وويل: «کله چې پاکستان امريکا ته نزدې شوی، په يوه جګړه کې ښکيل شوی. که پاکستان امريکا ته په افغانستان کې د ډرون بريدونو د ترسره کولو اجازه ورکړي، نو دا به د افغان طالبانو غوسه راوپاروي او هغوی به بيا د ټي ټي پي پر ترهګریزو فعاليتونو سترګي پټوي.»

ب. ص/ ن. ز (ايس خان، اسلام آباد)

زموږ له آرشيف څخه:

آيا په پاکستان کې د افغانانو زنداني کیدل سیاسي اړخ لري؟