د ترکیې کنفرانس ـ ايا طالبان به پر خپل دریځ ودریږي؟
۱۴۰۰ فروردین ۲۹, یکشنبهطالبانو ته نیږدې کسان وايي، چې طالبان »پر امریکایانو بې باوره شوي او د ترکيي ناسته هم د همدغو بې باوریو تر سیورې لاندې راغلې.«
د ترکيي، ملګرو ملتونو او امریکا د اعلان پر بنسټ، د استانبول ناسته به د روانې اپریل میاشتې پر ۲۴نیټه جوړیږي، خو طالبانو ویلي ترهغې چې بهرني ځواکونه له افغانستانه ونه وځي، دا ډله په هیڅ ناسته کې ګډون نه کوي.
شنونکي وايي، د طالبانو دغه دریځ د استانبول ناسته له یوه ناڅرګند برخلیک سره مخ کړې ده.
ایا د ترکیې کنفرانس د بیا ځلې ځنډېدو امکان شته؟
کابل میشتي پخواني طالب چارواکي مولوي سیداکبر اغا دویچه ویله ته وویل، طالبان به اوس د امریکایانو ژمنتیا ته ګوري. ده زیاته کړه: «یو نړېوال تضمین باید وي دغه وخت چې وټاکل شو او امریکایان به وځي ځکه اوس باور زیانمن شوی زه فکر کوم چې که دا تضمین رامنځته شي نو طالبان به د ترکیي کنفرانس کې ګډون وکړي.»
دغه پخوانی طالب چارواکی پردې باور دی چې د نړیوالو ضمانتونو په صورت کې ښايي د ترکيي کنفرانس وځنډیږي او طالبان به هم هلته ګډون وکړي.
ټاکل شوې وه چې دا ناسته د اپریل پر ۱۶مه نیټه جوړه شي، خو دې نیټي ته د طالبانو د نه چمتوالي له امله د اپریل تر ۲۴مې ځنډېدلې، چې اوس یې د بیا ځلې ځنډېدو امکان هم مطرح شوی.
د طالبانو د ګډون په اړه د اروپايي ټولنې ټینګار
په کابل کې د اروپايي ټولنې سفیر اندرس وون برندت هیله ښودلې چې طالبان دې د استانبول په ناسته کې ګډو وکړي. هغه زیاته کړې: «هیله من یم چې طالبان دغه فرصت له لاسه ورنه کړي، که طالبان غواړي چې د حکومت برخه شي له پراختیايي او انساني مرستو برخمن شي، نو د سولې مذاکرات دې جدي ونیسي.»
د چارو کتونکي وايي، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو له اعلان وروسته د استانبول ناستې اهمیت ډیر شوی او د افغان جګړې ښکېل اړخونه باید مسؤلانه چلند وکړي.
سیاسي شنونکي اصف ننګ دویچه ویله ته وویل، د استانبول کنفرانس کې امریکا، ملګري ملتونه او نور سیمه ییز لوبغاړي د افغان جګړې د ښکېلو اړخونو نبض معلوموي. ده زیاته کړه: «دې غونډې ته تر ۵۰ ډېرې طرحې توحید شوي، خو اصل کې یوې اجماع ته اړتیا ده چې ټول لوري باید پام ورته وکړي.»
د حکومت دغه پخوانی چارواکی ډیر ډاډه نه دی چې طالبان به د استانبول په ناسته کې د نه ګډون په اړه پر خپل دریځ ودریږي، ځکه پروینا یې دا به طالبانو ته په ډير لوړ قیمت تمام شي.
ښاغلی ننګ وايي، چې د استانبول په ناسته کې د افغانستان د راتلونکې لارنقشه جوړیږي چې طالبان اړ دي خپل ځانونه پکې وویني.
اسماعیل شاکر – کابل