1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولې په افغاستان کې په تکرار سره سختې زلزلې پېښيږي؟

۱۴۰۲ مهر ۲۸, جمعه

په دې وروستيو کې د افغانستان په لويديځ کې پرله پسې زلزلې شوي، خو دغه سيمه اصلا د زلزلو تر ډېر خطر لاندې سيمه نه بلل کيږي. زلزلې څنګه رامنځ ته کيږي او ولې ځينې سيمو ته زيات خطر متوجه دی؟

https://p.dw.com/p/4Xnrc
هرات کې ويجاړي
هرات کې ويجاړيانځور: Save the Children/AP/picture alliance

په افغانستان کې د يو څو ورځو په ترڅ کې پرله پسې ډېرې زلزلې وشوې چې د فقط ۱۰ کيلومترو په ژورتيا يې ډېرې ودانۍ ويجاړې کړې. د آلمان په پوتسدام کې د ځمکې څېړنيز مرکز په خپله انترنتي پاڼه کې يوه مطبوعاتي بيان کې ليکلي چې ښايي د يو څو اوونيو په ترڅ کې لا ډېرې نورې کوچنۍ زلزلې وشي.

افغانستان د هندوکش د ليندۍ شکله لړۍ يوه برخه ده. دغه سيمه زلزلې ګواښي ځکه چې ياده سيمه د دوو تکتونيکي تختو يا ټوټو ترمنځ پرته ده: په سويل کې د هند ټوټه چې هلته د آوراسيا له صفحې سره لګيږي. په تېره په دغه ډول سيمو کې زلزلې ډېرې وي. خو دغه خبره اصلاً د افغانستان په ختيځ پورې اړه لري.

ولې د افغانستان په شمال لويديځ کې ځمکه ولړزېده؟

وروستۍ زلزلې البته د افغانستان په شمال لويديځ هرات ولايت کې وشوې. دغه سيمه د هرات د کنډو په نوم ياديږي چې زلزلې يې اصلاً نه ګواښي. د پوتسدام د ځمکې څېړنيز مرکز وايي چې په تېرو پېړيو کې په دغه سيمه کې ورته ويجاړونکې پېښې هيڅکله هم ثبت شوې نه دي. جيولوجيستان تر اوسه يوازې حدس وهي چې ولې اوس زلزلې رامنځ ته شوې دي.هرات ته د روغتیا نړېوال سازمان روغتیاپالان رسېدلي

په عمومي ډول د هندوکش په لوېديځه برخه کې کمه ترينګلتيا موجوده وي نسبت و ختيځې برخې ته يې. خو د پوتسدام کارپوهان کاږي چې د هرات کنډو »ډېر ښکاره توپوګرافيکي بڼه لري چې ښايي په تېر تاريخ کې يې د هندوکش غرونو د رامنځ ته کېدو راهيسې يو مهم رول لوبولی وي.« دا چې دغسې يوه سيمه په سلونو کلونه غيرفعاله وه، خو بيا هم په راتلونکي کې پراخې زلزلې امکان لري. دغسې څه په دې وروستيو کې وليدل شول.

زلزلې څنګه رامنځ ته کيږي؟

د ځمکې بهرنی قشر د يوه پازل په څېر ډېرې پترۍ لري، يعنې يو څو سترې سمندري ټوټې او ډېرې کوچنۍ د لويو وچو ټوټې موجودې دي. دا چې ټول ټال څو کوچنۍ ټوټې يا صفحې موجودې دي، په دې هکله پوهان بېلابېل نظريات لري. دغسې صفحې يا ټوتې د ځمکې پر زړي چې مايع شکل لري، په اصلاح »لامبو وهي.«

دا چې د ځمکې له دننې څخه ماګما راوځي، نو ټوټې خپل موقعيت بدلوي او په کال کې يو څو سانتي متره حرکت کوي. دا د ميليارډونو کلونو راهيسې کيږي او بيخي عادي کار دی. هغه سره بېليږي، يو پر بلې لګيږي يا دا چې يوه تر بلې لاندې کيږي. بيا په دغسې ټوټو باندې پرته لويه وچه هم په حرکت راځي.

دغه خوځښت ته د صفحو يا ټوټو تکتونيک ويل کيږي. دغه تکتونيک د دې سبب هم ګرځي چې ځينې ټوټې سره نښلي. په ډبرو کې يې ترينګلتيا زياتيږي او چې کله تر حده ډېره شي، نو يو دم سره بېليږي. د رېږدېدنې له دغه مرکز څخه د فشار څپې د ځمکې تر سطحې پورې غځيږي او د زلزلو په صفت محسوسيږي.د هرات زلزلې مرګژوبله اړولې

له دې کبله هغه سيمې ډېرې تر ګواښ لاندې دي، چې د کنډو پر کرښو پرتې وي، يعنې چېرته چې د ځمکې د بهرني قشر دوه تکتونيکي صفحې يا ټوټې سره يو ځای کيږي. د ريشتر په کچه د ۵،۰ درجې وروسته چې د زلزلو کارپوهان ورباندې د یوې زلزلې اندازه تعيينوي، د ليدو وړ زيانونه رامنځ ته کيږي، مثلاً په ودانيو کې درزونه رامنځ ته کيږي. کله چې تر سمندر لاندې زلزله وشي، نو سونامي توپانونه رامنځ ته کېدلی شي. دغه ډول څپې چې په ډېر سرعت سره غځيږي، د سختو سيلابونو سبب ګرځېدلی شي کله چې هغه پر وچې برابر شي. دا چې د ټوټو پر غاړې پرتو سيمو کې تل د رېږدېدنې فعاليتونه شته، نو د سختو زلزلو اټکل ډېر ستونزمن کار دی. دغه خبره فابريس کوتن کوي چې په پوتسدام کې د زلزلې پېژندنې پروفيسور دی.  

پس رېږدونه څه شی دي؟

سختې زلزلې تقريبا همېشه کوچنۍ رېږدېدنې هم په ځان پسې لري. دغه پس رېږدونه رامنځ ته کيږي ځکه چې تکتونيکي صحفې د زلزلې په مرکز کې لړزيږي او ډېر وروسته بېرته کراريږي. خو ډېر ضعيف پس زېږدونه هم ډېر زيان اړولی شي. هغه ودانۍ چې د اصلي زلزلې له کبله يوازې لږ زيانمن شوي وي، ورپسې نړيږي او د نورو مړو، ټپيانو او بې کوره کسانو سبب ګرځي. کوتن زياتوي چې »يوازنۍ لاره چې خلک له زلزلو څخه ژغورلی شي، د زلزلې په وړاندې د مقاومت لرونکو ودانيو جوړول دي.«