1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روغتیا نړیوال سازمان: د کرونا وبا دوهم کال به لا سخت وي

۱۳۹۹ دی ۲۵, پنجشنبه

د روغتیا نړیوال سازمان د کرونا د نوي ډول ویروس د پراخیتا له امله خبرداری ورکوي. دغه سازمان بیره لري چي ښايي د کرونا وبا دوهم کال د لومړي کال په پرتله لا پسي سخت وي.

https://p.dw.com/p/3ntdJ
Symbolbild WHO Logo
انځور: Reuters/D. Balibouse

د کرونا ویروس د نوي ډول چټک پراخیدو ته په کتو سره، د روغتیا نړیوال سازمان خپله بیړنۍ غونډه دوې اونۍ رامخته کړه. ددغي کمیټې استازي نن پنجشنبه په ژنیو کي سره راټولیږي تر څو د کرونا د نوي وضعیت په هکله سلامشورې وکړي.

د کرونا ویروس دوه نوي ډولونه چي په دا وروستیو وختو کي په بریتانیا او جنوبي افریقا کي لیدل سوي، د هغوی د انتقال شدت تر پخواني ډول ډیر دی. د کرونا د ویروس نوی ډول د نړۍ په شاوخوا ۵۰ هیوادونو کي خپور سوی دی.

همدارنګه جاپان هم د یکشنبې په ورځ د کرونا ویروس د نوي ډول له کشف څخه خبر ورکړ چي ظاهراً یې په برازیل کي د امازون له سیمي څخه سرچینه اخیستې ده. دغه نوی ډول په اوس وخت کي تر ارزوني او آزمویني لاندي دی.

د روغتیا نړیوال سازمان مرستیال ویلي دي چي د کرونا ویروس د لومړني واکسین پر تولید سربیره، بیا هم پر دغي وبا باندي تر غالب کیدو پوري لا اوږده لار په مخکي ده. مایک رایان څرګنده کړه چي «کرونا ویروس د مختلفو شکلونو پراختیا ته په کتو سره، ښايي د هغه د لومړني کال په پرتله دوهم کال لا پسي سخت سي«.

دغه ویروس پیژندونکی په روغتیا نړیوال سازمان کي د کرونا له هغي پاندیمي سره د مبارزې هم آهنګ کوونکی دی چي په مشخص ډول په شمالي نیمه کره کي متمرکز دی، دا ځکه چي تر اوسه پوري په دې برخه کي دغه نوی ویروس په چټکۍ سره پراخيږي.

China | Corona | Virusausbruch | Ermittler
انځور: Ng Han Guan/AP Photo/picture alliance

د نوموړي سازمان یوه بله ویروس پیژندونکې، ماریا فن کرکهوف، د کرسمس او نوي عیسوي کال رخصتیو ته په اشارې سره ویلي دي چي تر دغو رخصتیو وروسته په ځینو هیوادو کي حالت ددې پر ځای چي ښه سي، لا پسي خراب سوی دی.

ووهان ته د روغتیا نړیوال سازمان د کارپوهانو ورتګ

پس له څو ورځو ځنډ څخه، بلاخره په چین کي د کرونا ویروس د سرچینې د پلټنو په هکله د روغتیا نړیوال سازمان ماموریت پیل سو. ددغه نړیوال بڼسټ لس تنه کارپوهان د پنجشنبې په ورځ ووهان ښار ته رسېدليد ي، هغه ځای چي په ۲۰۱۹ کال کي د اول وار له پاره پکښي په کرونا ویروس اخته کسان ولیدل سول.

په پام کی وو چي دغه پلټني تیره اونۍ لا پیل سوي وای، خو دغه کار د چین د دولت له خوا د اجازه نامې د ورکولو له امله وځنډید. د روغتیا نړیوال سازمان کارپوهان د چین د حکومت د سختو مقرراتو له امله باید دوې اونۍ په قرانطین کي پاته سي.