1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په نړۍ کي د کرونا د مړو شمېر تر ۴ میلیونه اوښتی دی

۱۴۰۰ تیر ۱۷, پنجشنبه

د روغتیا نړیوال سازمان ويلي دي چې په ټوله نړۍ کي د کرونا له امله د مړه سوو کسانو شمېر تر څلور میلیونه زيات سوی دی. د دغه سازمان مشر ویلي دي چي ښايي د کرونا له امله د مړه سوو کسانو اصلې شمېرې تر دې هم لوړي وي.

https://p.dw.com/p/3wCwE
Bildergalerie 500.000 Corona-Tote in Brasilien
انځور: Michael Dantas/AFP/Getty Images

د هغو کسانو شمیر چي په کرونا باندي تر اخته کیدو وروسته مړه سوي، د دغي پاندیمي له پیل څخه بیا تر نن ورځي پوري په ټوله نړۍ کي تر ۴ میلیونه اضافه کسانو ته لوړ سوی. د دغه سازمان مشر تیدروس ادهانوم گبریسوس د چهارشنبې په ورځ نوموړي شمیرې زړه بوږنوونکې وبللې او ویلي یې دي چي په ډیر احتمال سره به د مړو اصلي شمیر تر دې هم زیات وي، دا ځکه چي په رسمي ادارو کي ټولي پیښي نه ثبتیږي.

گبریسوس زیاتوي چي نړۍ د کرونا پاندیمي »یوه خطرناک حد« ته رسېدلې ده. د هغه په خبره په داسي حال کي چي د نړۍ ځینو هیوادونو د واکسینونو په لگولو سره، د کرونا پر وړاندي تدابیر یو څه راکم کړي او داسي ښکاري چي دغه پاندیمي گواکي پای ته رسیدلې وي، خو بیا هم ډېر هیوادونه لا په کرونا باندي د اخته کیدو له ډیرو پیښو سره لاس او گریوان دي.

TABLEAU | Indien Coronakrise Impfungen Krematorien
په هند کي د کرونا د مړو سوځولانځور: ADNAN ABIDI/REUTERS

د روغتیا نړیوال سازمان عمومي رئیس د خپلو خبرو په دوام، د دغه وضعیت دلیل، د کرونا سخت ساري نوی شکل او د دغه ویروس د واکسین په وېش کي ځورونکې »بې عدالتي« په گوته کوي. هغه ویلي دي چي دغه ډول یو حالت د واکسینونو او دارودرملو د سخت کمښت سبب سوی چي په آسیايي، افریقايي او لاتین امریکا هیوادونو کي د کرونا له امله یې د مړیني څپې رامنځته کړې.

د روغتیا نړیوال سازمان عمومي مشر په تنده لهجه انتقاد کړی او ویلي یې دي چي په شتمنو هیوادونو کي د په اصطلاح  »واکسین ناسیونالیزم« رواجیدل، له اخلاقي پلوه د منلو وړ نه دي. هغه زیاتوي: دغه واقعیت ډیر ځورونکی دی چي لا تر اوسه په میلیونو ډاکټران او روغتیاپالان نه دي واکسین سوي.

GP/NZ(AFP)