1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآسیا

«بې وزله هیوادونو ته د کرونا ۴۰ میلیونه واکسینونه ورکوي»

۱۳۹۹ بهمن ۵, یکشنبه

د روغتیا نړیوال سازمان غواړي چې د نړۍ شاوخوا ۲۰ فیصده نفوس ته د کرونا یا کوید ۱۹ واکسین ورسوي. ټاکل شوې چې فایزر او بیونتیک شرکت به راتلونکې میاشت بې وزله هیوادونو ته د کرونا واکسین ۴۰ میلیونه ډوزه ورکړي.

https://p.dw.com/p/3oLac
Brasilien Corona-Pandemie | Impfstart | CoronaVac Sao Paulo
انځور: Nelson Almeida/AFP

د روغتیا د نړیوال سازمان مشر ټیډروس ایډهانوم ګیبریاس، ویلي دي چې د ملګرو ملتونو دغې ادارې د «کویکس» پروګرام په چوکاټ کې د امریکايي شرکت فایزر او د بیونتیک په نامه د یوه آلماني درمل جوړونې شرکت سره په ګډه، بې وزله هیوادونو ته د کرونا د ۴۰ میلیونه واکسینونو د انتقال تړون نهايي کړی دی.

د سویس په ژنیف کې د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۰م کال د جنوري میاشتې په ۲۲مه) په یوه خبري کنفرانس کې د روغتیا د نړیوال سازمان مشر ټیډروس وویل چې د امریکا له لوري په (کویکس) پروګرام کې د بیرته شمولیت پریکړه دا ښيي چې د روغتیا نړیواله اداره د خپلو ژمنو پوره کولو ته نیږدې شوې ده.

د یادولو وړ ده چې د امریکا د نوي ولسمشر جو بایدڼ د روغتیا د برخې ستر سلاکار انټوني فاوچي د جنورۍ میاشتې به ۲۱مه نیټه ویلي وو چې د امریکا د پخواني ولسمشر دونالد ترمپ پالیسي ردوي او په «کویکس» پروګرام کې به امریکا بیرته شامله شي.

Schweiz Genf | WHO Direktor Tedros Adhanom Ghebreyesus
انځور: Martial Trettini/KEYSTONE/picture alliance

د روغتیا نړیوال سازمان د «کویکس» په نامه په خپل دغه پروګرام سره غواړي چې روان میلادي کال د بې وزله هیوادونو د ټول نفوس لږ تر لږه ۲۰ فیصده وګړو ته د کرونا واکسین ورکړي. تر دې وړاندې، د همدې اونۍ په سر کې د روغتیا د نړیوال سازمان مشر پر بډایه هیوادونو باندې د کرونا واکسین د ذخیره کولو له کبله سختې نیوکې کړې وې.

له اقتصادي ګټې پرته یو اقدام

د فایزر په نامه د کرونا واکسین د امریکايي شرکت مشر البرټ بورلا، په ژنیف کې دغه کنفرانس ته د ویډیو تماس له لارې وویل چې د دغه وکسین لومړۍ جوپه به د اقتصادي ګټې په نه پام کې نیولو سره انتقال شي. بورلا زیاته کړه: «د نړۍ د نورو هیوادونو په څیر، د کرونا واکسین باید د پرمختللو هیوادونو په اختیار کې هم ورکړل شي.»

له ژنیف څخه دغه معلومات داسې مهال خپریږي چې د نړۍ ګڼ شمیر بډایه هیوادونه د کرونا واکسین د رانیولو له پاره په میلیونونو ډالر مصرفوي. بل لوري ته یو شمیر هیوادونو د دوه اړخیزو تړونونو په اساس د کرونا واکسینونه ترلاسه کړي دي.

DPA-Reuters-AFP /KH-AWA

زموږ له آرشیف څخه: