1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآسیا

«د کرونا وبا له منځه تلل به ډېر وخت ونيسي»

۱۴۰۰ فروردین ۲۴, سه‌شنبه

د روغتيا نړيوال سازمان ويلي دي چې د کرونا وبا پای لا نه ترسترګو کيږي. زياته شوې ده چې ځانګړې ستونزه د بې وزلو او شتمنو هيوادونو ترمنځ د کرونا واکسين ناانډوله ويش دی.

https://p.dw.com/p/3rwQ8
Deutschland Covid-19 Intensivstation im Universitätsklinikum Leipzig
انځور: Waltraud Grubitzsch/dpa/picture alliance

د روغتيا نړيوال سازمان «ډبليو ايچ او» له نظره په دویم کال کې د کرونا وبا پر داخليدو او د نړۍ په ډېرو هيوادونو کې د واکسين پر کمپاينونو سربیره هم پر دې روغتيايي بحران لا لاس بری نه دی موندل شوی.

په ژنيو کې د دې سازمان مشر تيدروس ادهانوم غيبريوسس خبرداری ورکړ: «د پاندمي پای لا ډېره ليرې ده.» خو نوموړي وويل چې سړی کولی شي په پيل شوو تدابيرو سره دا ويروس کنترول کړي.

تيدروس زياته کړه: «موږ هم غواړو چې ټولنیزې غونډې او سفرونه بیرته پېل شي او بازارونه او تجارتونه پرانيستل شي. خو دمګړۍ د نړۍ په ځينو هيوادونو کې د روغتونو عاجلې خونې ډکې شوي دي او ډېر انسانان خپل ژوند له لاسه ورکوي – چې د دې کار مخه نيول کيدلای شي.»

WHO I Tedros Adhanom Ghebreyesus
د روغتيا د نړيوال سازمان مشر تیدروس ادهانوم غيبريوسسانځور: Martial Trezzini/KEYSTONEIpicture alliance

د روغتيا نړيوال سازمان مشر په عين حال کې د کوويد – ۱۹ واکسين د ويش په برخه کې له سختې نابرابرۍ څخه شکايت وکړ او وېې ویل چې د ښتمنو او بې وزلو هيوادونو ترمنځ ډېر فرق موجود دی.

تيدروس وويل په ټوله نړۍ کې تر ۷۰۰ ميليونه زياتو واکسينونو کابو ۸۷ فيصده یې په شتمنو هيوادونو کې تطبيق شوي دي. د نوموړي په خبره د دې برعکس په بې وزلو هيوادونو کې بيا يوازې ۰،۲ سلنه د کرونا واکسين خلکو ته رسېدلي دي.

په روژه کي د کرونا له پراخېدو څخه خبرداری

تيدروس ادهانوم غيبريوسس په ژنيو کې خبرداری وکړ چې د کرونا د نويو پېښو او همدا راز په دې ويروس د مړينو شمیر په تېره اونۍ کې په پرله پسې اووم ځل په څرګند دول لوړ شوی دی.

د روغتيا نړيوال سازمان کارپوهې ماريا فان کيرکوف وويل: «وبا په ډېره چټکۍ سره د خپريدو په حال کې ده.» نوموړې وويل چې تېره اونۍ په ټوله نړۍ کې ۴،۴ میليونه نوي پيښي ثبت شوې. دا په داسې حال کې ده چې تېر کال په همدې وخت کې د کرونا څه نا څه ۵۰۰ زره پيښي ثبت شوې وې.

ب. ص/ ن. ز (rtr, dpa, epd)

زموږ له آرشيف څخه: