1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له پاکستانه راستانه شويو کډوالو کې د ناروغيو اندېښنه

۱۴۰۲ آبان ۲۶, جمعه

د روغتيا نړيوال سازمان هغو کډوالو ته چي له پاکستانه پخپله خوښه يا په زور افغانستان ته ستنيږي، د روغتيايي خدماتو وړاندي کولو له پاره ۱۰ ميليونه ډالرو ته اړتيا لري.

https://p.dw.com/p/4Z1nX
پاکستان پرېکړه کړې چې تر یو میلیون ډېر بې اسنادو افغان کډوال له دغه هېواده وباسي
پاکستان پرېکړه کړې چې تر یو میلیون ډېر بې اسنادو افغان کډوال له دغه هېواده وباسي انځور: Ryaz Sayed/DW

د روغتیا نړېوال سازمان له نړېوالو مرستندویه بنسټونو غوښتي دي چې له پاکستانه راستانه شویوافغان کډوالوته د روغتیايي خدماتو رسولو له پاره شاوخوا لس میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.

دغه سازمان پر خپله اکس پاڼه لیکلي: «په داسې حال کې چې په پام کې ده ۱،۳ میلیونه افغان کډوال له پاکستانه افغانستان ته ستانه شي، دا هيواد وار له مخه له لویو روغتیايي ستونزو سره له هغې ډلې د ناروغیو د خپریدو له ګواښ سره مخامخ دی.»

دغه نړېوال سازمان زیاته کړې چې شاوخوا ۷۰۰ زره راستانه شویو کډوالو له پاره د بنسټيزو روغتیایي خدمتونو چمتو کولو له پاره باید لس میلیونه ډالر مرسته وشي.

راستانه شوي کډوال د کومو ناروغیو له خطر سره مخ دي؟

په لنډمهاله پنډغالو کې ځای پر ځای شوي افغانان د ژوند د ناسمو شرایطو له امله د ژر خپریدونکو ناروغیو او سو تغذي په څېر ناروغیو له ګواښ سره مخامخ دي.

په لوړ عمر لرونکو کسانو او مېندوارو مېرمنو کې د بدني او رواني فشار یا سټریس ډېرېدو ویره هم شته.

د روغتیا نړېوال سازمان وايي، د ناکافي درملو له امله په راستانه شویو کډوالو کې د ویني په لوړ فشار او شکري یا ډیابت په څېر ناروغیو اخته کسان هم له سختو ستونزو سره مخامخوي.