1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان د ژمې په درشل کې، د خوړو رسولو چاره سختیږي

۱۴۰۲ آبان ۱۲, جمعه

د خوړو نړېوال پروګرام وايي، د ژمي راتګ سره د ډېری غرنیو سیمو لارې تړل کیږي، چې له امله به خلکو ته د مرستو رسول سخت شي.

https://p.dw.com/p/4YN8k
سږنی ژمنی اړمنو خلکو سره مرستې لپاره ۴۰۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده
سږنی ژمنی اړمنو خلکو سره مرستې لپاره ۴۰۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا دهانځور: Saifurahman Safi/Xinhua/imago images

د خوړو نړېوال پروګرامیا WFP پر خپله اکس پاڼه لیکلي چې افغانستان کې د سخت ژمي پيل ته یواځې څو اونۍ پاتې دي. دغه سازمان زياته کړې:«مونږ افغانستان کې د سخت ژمي له پيل سره یواځې د اونیو واټن لرو، د کومې له امله به چې د واورو او یخونو ترشا ټولنو سره اړیکې پرې شي.»

دغه نړېوال مرستندویه بنسټ اټکل کړی چې افغانستان کې د ژمي پرمهال له اړمنو کورنیو سره مرستو لپاره ۴۰۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.

د خوړو نړېوال پروګرام داسې مهال افغانستان کې د یو سخت ژمي له پيلېدو خبرداری ورکړی چې دا هېواد په کوردننه له سخت بشري ناورین سربیره سږکال له پاکستانه تر یو میلیون ډېرو افغان کډوالو د ورستنېدو له بحران سره هم مخ دی.

پاکستان د روانې نوامبر میاشتې لومړی نېټه په هغه هېواد کې له اسنادو پرته افغان کډوالو ته د ضرب الاجل په توګه ټاکلې وه، چې اوس د همدغه اعلان له مخې هره ورځ په زرونو افغانان هېواد ته ورستنیږي.

اندېښنه داده چې په ژمي کې به په کوردننه د بې وزله افغانانو ترڅنګ دغو ورستنېدونکو کډوالو ته څه ډول رسیدنه وشي؟