ويسترن يونين په افغانستان کې خپل خدمات بيرته پېل کړي
۱۴۰۰ شهریور ۱۲, جمعهد ويسترن يونين بانک يوه وياند وويل: «ويسترن يونين بانک د دې اعلان په کولو خوښ دی چې افغانستان ته د پېسو د ليږد خپل خدمات د سپتمبر له دوېمې نیټې څخه بيرته پېلوي څو زموږ مشتريان يو ځل بيا وکولی شي پېسې وليږدوي او له خپلو خپلوانو سره په دې وخت کې مرسته وکړای شي.»
د ويسترن يونين وياند وويل چې د سپتمبر له ۳ څخه تر ۱۷ نيټې پورې د انتقال فيس هم لغوه کوي. هغه زياته کړه: «موږ د خپلو مشتريانو او د هغوی د کورنيو بيړنۍ اړتياوې درک کوو او له هغو سره د مرستې هوډ لرو.»
ويسترن يونين په افغانستان کې د اووه بانکونو له لارې هم د افغانيو او هم د امريکايي ډالرو د ادا کولو خدماتو وړاندې کوي. د دغه بانک وياند زياته کړه چې د پېسو انتقال یې «ځکه ځنډولی وو چې ټوله بانکي شبکه تړل شوې وه او دا چې د نغدو پېسو د نه شتون ستونزه هم موجوده وه.»
خو نوموړي زیاته کړه: «موږ اوس له خپلو شريکو بانکونو څخه د دې تضمين ترلاسه کړی چې يو شمیر څانګې به په نژدې راتلونکي کې پرانيستل شي او هره ورځ به نورې څانګې پسې پرانيستل کيږي.»
مني ګرام هم خپل خدمات پيلوي
د مني ګرام MoneyGram له خوا هم ويل شوي چې د پنجشنبې په ورځ یې د امريکا حکومت له خوا «د لارښوونې ترلاسه کولو» او «په افغانستان کې د خپلو شريکانو او د افغانستان د بانکونو اتحادیې سره تر همغږۍ« وروسته خپل خدمات بيرته پېل کړي دي.
د مني ګرام شرکت له خوا په جاري کړل شوې اعلامیه کې زياته شوې: «د خدماتو د ځنډولو پريکړه آسانه نه وه، خو اوس موږ خوښ يو چې د خپلو خدماتو په بيرته پېلولو سره به د افغانستان د خلکو سره د مرستې جوګه شو.»
د بهر ميشتو افغانانو له خوا د پېسو ليږد د افغانستان د اقتصاد له پاره پريکړنده رول لري. د نړيوال بانک د معلوماتو په حواله په ۲۰۲۰م کال کې دغه هېواد ته ۷۸۹ میليونه امريکايي ډالر ليږدول شوي ول چې دا د هېواد د ناخالص کورني توليد کابو ۴ سلنه جوړوي.
نړيوال وجهي صندوق هم د طالبانو له خوا د کابل تر نیولو لږ وروسته اعلان وکړ چې د روان وضعيت له کبله له افغانستان سره خپله مرسته ځنډوي.
د ويسترن يونين يو چارواکي تیلر هاند وويل چې د پېسو د انتقال په برخه کې آسانتياوې د امريکا متحده ايالاتو له تګلارو سره په ټکر کې نه دي.
نوموړي د فرانسې له خبري آژانس سره په خبرو کې وويل: «موږ د عسکرو له اخراج راهيسې د امريکا له حکومت سره په فعاله توګه په خبرو بوخت وو چې په پايله کې یې بشري فعاليتونه چې د پېسو ليږد هم پکې شامل دی، د امريکا د تګلارو سره سمون لري.»
ب. ص/ ن. ز (AFP)
زموږ له آرشيف څخه: