1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

لوېدیځ هیوادونه: طالبان دي د نجونو ښوونځي بیرته پرانیزي!

۱۴۰۱ فروردین ۵, جمعه

د لوېدیځو هیوادونو یوې ډلي، په افغانستان کي له طالب واکمنانو غوښتي دي چي د نجونو ټولګي دي بیرته پرانیزي. زده کړو ته د نجونو لاس رسی له طالبانو سره د نړیوالي ټولني له خوا د مرستو د ورکولو یو له مهمو شرایطوڅخه دی.

https://p.dw.com/p/491lB
Taliban ordnen die Schließung von Mädchenoberschulen in Afghanistan an
انځور: Ahmad Sahel Arman/AFP/Getty Images

د بریتانيا، فرانسې، ایټاليا، کاناډا، ناروې او امریکا متحده ایالاتو او همدارنگه د اروپايي ټولني د خارجه چارو مسوول د پنجشنبې په ورځ څرگنده کړه چي: د نجونو د مکتبونو پرانیستل د «نړیوالي ټولني د یوه محترم غړي په توگه د اوښتلو» له پاره یو ضروري گام بلل کیږي.

طالبانو د چهارشنبې په ورځ سمدستي پس له هغه چي په افغانستان کي مکتبونه پرانیستل سول، تر شپږم ټولګي پورته زده کوونکي نجوني بیرته خپلو کورونو ته واستولې. په دې ډول په زرونو زده کوونکي مجبوري سولې، چي د ښوونځي پرانیستلو په اوله ورځ، بیرته خپلو کورونو ته ستنې سي.

د لوېدیځو هیوادونو استازو انتقاد کړی دی چي: د طالبانو دغه ډول چلند، د افغانانو او نړیوالي ټولني په وړاندي د هغوی د عمومي ضمانتونو سره په مخالفت کي دی. پر دغه ډول پریکړه باید سمدستي له سره فکر وسي. د هغې عواقب، افغان نجونو تر زیان رسولو نور هم پراخ دي.

زده کړو ته د نجونو لاس رسی د طالبانو د په رسمیت نه پیژندل سوي حکومت سره د نړیوالي ټولني له خوا د مرستو د ورکولو یو له مهمو شرایطو څخه دی. کله چي طالبانو د تیر کال په اگست مياشت کي واک ترلاسه کړ، هغوی د کرونا د وبا له امله په رسمي ډول ټول مکتبونه وتړل. دوې میاشتي وروسته یوازي هلکانو او د ابتدايي ښوونځیو ښځینه زده کوونکو اجازه درلوده په درسونو کي بیرته برخه واخلي.

د طالبانو د تگلاري دغه ډول بدلون ډېره گډوډي رامنځته کړې او طالبانو هم د دې کار له پاره هیڅ ډول قانع کوونکی جواب نه دی وړاندي کړی. لکه څنگه چي د فرانسې خبري آژانس د طالبانو له کړۍ څخه معلومات ترلاسه کړي، د مکتبونو د تړلو پریکړه د سه شنبې په ماښام، په کندهار کي د طالبانو د لوړپوړو چاروکو ترمنځ په یوه غونډه کي سوې ده.

په عین حال کي په ملگرو ملتونو کي د ناروې استازي په یوه تویتري پیغام کي لیکلي دي چي د ملگرو ملتو د امنیت شورا، په افغانستان کي د منځني ښوونځي او لېسو د ښځینه زده کوونکو د زده کړي د ممنوعیت موضوع تر بحث لاندي نیسي.

   GP/NZ/AG