1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو له واک سره د وسلو پلور خورا لوړ شوی دی

۱۴۰۰ شهریور ۱۴, یکشنبه

د طالبانو قدرت ښايي افغانستان له ناڅرګند راتلونکي او اقتصادي ستونزو سره مخامخ کړی وي. خو د وسلو د سوداګر، خان محمد، بازار بيا تود شوی دی.

https://p.dw.com/p/3zwKa
Afghanistan | Taliban
انځور: Hoshang Hashimi/AFP/Getty Images

د طالبانو له واک سره د وسلو پلور خورا لوړ شوی دی

د طالبانو قدرت ښايي افغانستان له ناڅرګند راتلونکي او اقتصادي ستونزو سره مخامخ کړی وي. خو د وسلو د سوداګر، خان محمد، بازار بيا تود شوی دی.

د ده دوکان چې د کندهار ولايت په پنجوايي ولسوالۍ کې د یوه درملتون او يوې عادي مغازې تر منځ پروت دی، نوې وسلې تر لاسه کړې دي. د خان محمد به دوکان کې برګ پوځي واسکټونه او د مرميو پټۍ ځړيږي. محمد خپل ټول دغه شيان ښيي چې امريکايي تمانچې او مرمۍ پکې هم شاملې دي. په مخکيني ښيښه يي ويترين کې يې لاسي بمونه، مخابرې او نور کارتوس هم ځای پر ځای کړي دي. د جګړې پای د محمد په خبره ډېر وسله لرونکي دې نظر ته راوستي چې نور دغسې وسلو ته اړتيا نه لري. د هغه په خبره هغه خلک چې د کلونو راهيسې يې په کورو کې وسلې ساتلې، هم د هغوی د خرڅلاو له پاره ده ته مراجعه کوي. دا په داسې حال کې ده چې يو مشتري هم ورسره ولاړ دی. د هغه په خبره دی وسلې رانيسي او بيا يې پر طالبانو پلوري. خو د وسلو تر څنګ، دلته نور شيان هم شته. د طالبانو سپینې خولۍ چې کليمه ورباندې راغلې ده، د دوکان له چت څخه ځړيږي. د طالبانو بيرغ هم هر ځای خرڅيږي.

Afghanistan | Taliban-Kämpfer
طالبان اوس د افغان پوځ او پوليسو وسايط او وسلې هم کنترولويانځور: Sidiqullah Khan/AP/dpa/picture alliance

 په پنجوايي کې يو بل سوداګر چې دوکان يې د طالبانو په لويو بيرغونو پوښلی دی، لا غټې وسلې پلوري چې د کلاشنيکوف تر څنګ پکې امريکايي ام ۴ او ام ۱۶ ډوله ټوپکونه او همداراز سپکې اوتوماتې وسلې هم راځي.

طالبانو خپله د کلونو راهيسې په تور مارکېټ کې وسلې اخيستې چې د ملګرو ملتونو او غربي څارونکو په حواله يې د جګړې په ډګر کې هم ډېرې وسلې لاسو ته ورلوېدلي دي. د افغانستان پوځ سقوط اوس ډېرې نورې وسلې هم په لاس ورکړې دي چې د هاموی او نور مختلفو زغروال وسايطو  ترڅنګ لږ تر لږه يوه بلېک هاک څرخي الوتکه پکې هم شامله ده. طالبانو ډېر شيان پلورلي هم دي او له دې لارې پيسې تر لاسه کوي.

د پنجوايي په بازار کې له يوې پوځي اډې څخه تر لاسه کړل شوي فلزات او د ساختمانۍ مواد خرڅلاو ته پراته دي. مرتضی چې يو بل دوکاندار دی، وايي چې دغه شيان دوی له طالبانو څخه تر لاسه کړي چې اوس دلته په بازار کې خرڅيږي.