1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستسوریه

د امریکا دفاع وزارت: سوریه کې مو د داعش ډلې مشر وژلی

۱۴۰۱ تیر ۲۲, چهارشنبه

امریکا متحده ایالاتو د سه شنبه په ورځ په سوریه کې د داعش د ډلي د مشر وژل کیدل تأیید کړل. د امریکا په حواله العقال د داعش شبکې ته له سوریې او عراق څخه بهر پراختیا ورکړې وه او له احرار الشرقیه ډلې سره یې اړیکې درلودې.

https://p.dw.com/p/4E3XY
Syrien Hassakeh | US-Verbündere suchen nach Kämpfern des IS
انځور: Baderkhan Ahmad/AP/picture alliance

په واشنگټن کي د امریکا متحده ایالاتو مرکزي قوماندانۍ خبر ورکړی چي د ماهر العقال په نامه د داعش د ډلي یو مهم مشر د امریکا د بې پیلوټه الوتکي د برید په نتیجه کي د سوریې په شمال لویدیځ کي، جیندیریس سیمې ته نیژدې وژل سوی دی. د بشري حقونو له پاره د سوریې د څار ادارې د نوموړي وژل کیدل تأیید کړي دي.

د امریکا متحده ایالاتود مرکزي قوماندانۍ ویاند، دیف ایستبورن، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي چي د دغه برید پر وخت العقال، جیندیریس ته نیژدې پر موټرسایکل باندي د تیریدو په حال کي وو او د هغه یو نیژدې همکار هم په دغه برید کي سخت ټپي سوی دی.

د العقال په هکله ډیر معلومات په لاس کي نسته خو په لندن کي د بشري حقونو له پاره د سوریې د څار اداره هغه په ختیځه مدیترانه کي د په اصطلاح اسلامي دولت ښاروال بولي. د امریکا متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ په حواله العقال د داعش شبکې ته له سوریې او عراق څخه بهر پراختیا ورکړې اوله احرار الشرقیه ډلې سره یې اړیکې درلودې.

د امریکا متحده ایالاتو د مالیې وزیري، یو کال مخکي د سوریې په شمال کي دغه فعاله ډله د تعزیراتو په لست کي داخله کړې وه. د امریکا نوموړي وزارت څرگنده کړې چي د احرارالشرقیه ډلي د ولسي وگړو په خاص ډول د سوریایی کُردانو په وړاندي بې شمیره جنایتونه ترسره کړي دي. همدارنگه نوموړي ډلې د سوریې حلب ښار ته نیژدې یو زندان هم درلود چي پکي په سلهاوو کسان اعدام سوي دي.

پر العقال باندي د امریکا د بې پیلوټه الوتکې برید د داعش د لوی مشر، ابو ابراهیم القریشي تر وژل کیدو یوازې پنځه میاشتي وروسته ترسره کیږي. د داعش ډلې دغه پخوانی مشر د روان کال په فبرورۍ کي د امریکا د ځانگړو ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کي د سوریې په شمال کي ووژل سو. داعش په ۲۰۱۴م کال کي په سوریې او عراق کي ډیري سیمي تر خپلي ولکې لاندي راوستې وې او د إسلامي دولت په نامه یې د خپل خلافت اعلان کړی وو.‌

GP/KHH/AG