1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستروسیه

پوتین د واګنر د ځواکونو پرمختګ «خیانت» وباله.

۱۴۰۲ تیر ۳, شنبه

په داسې حال کې چې د واګنر ډلې په روسیه کې د «نوي ولسمشر» د رامنځ ته کېدو ژمنه کړې، پوتین وايي، دې ډلې د هغه هېواد «چور» کړی دی. د اروپايي شورا مشر په روسیه کې د واګنر د کسانو پرمختګ «د دې هیواد داخلي مسله» وبلله.

https://p.dw.com/p/4T1AA
Russland Wagner-Panzer in Rostow am Don im Einsatz
انځور: REUTERS

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، د واګنر ګروپ چې د اوکراین پر ضد په جګړه کې یې له خپل هېواد سره همکاري کړې، «د روسیې په شا کې چړې وهلې».

د شنبې په ورځ (جون ۲۴) سهار وختي، د واګنر اجیر ملېشې ډلې د روسیې او د دغه هېواد په جنوب کې د روستاک په ښار کې د اشغال سویو سیمو په لور خپل پرمختګ اعلان کړ.

پوتین دغه پرمختګ د خپل هېواد پر وړاندې «خیانت» بللی او د دغه «وسله وال بغاوت» مشرانو ته یې د سختې سزا ګواښ کړی دی.

Russland | TV Ansprache Putin
انځور: Pavel Bednyakov/SNA/IMAGO

د یوې ټلویزیوني وینا په ترڅ کې، هغه ژمنه وکړه چې «غداران به وځپي»او دا چې هغه به د خپل هیواد او اساسي قانون د ساتنې لپاره په خپل واک کې هر څه وکړي: «موږ د خپلو خلکو د ژوند او خوندیتوب لپاره مبارزه کوو.»

پوتین ډاډ ورکړ چې هغه به یو ځل بیا د روستاک په ښار کې ثبات راولي، که څه هم دا مهال «مشکل» وي.

هغه لومړۍ نړیوالې جګړې ته په اشارې سره وویل، اجازه به ورنکړي چې روسیه په کورنۍ جګړه کې ښکېله سي.

Russland | Wagner-Söldner in Rostow am Don
انځور: AFP via Getty Images

د واګنر رسنۍ : موږ به ډیر ژر نوی ولسمشر ولرو

د واګنر ډلې مشر یوګیني پریګوژین وايي، د دوی ځواکونو د روستاک په ښار کې پرمختګ کړی او د ټولو پوځي تاسیساتو کنټرول یې په لاس کې اخیستی دی.

په مجازی شبکو کې خپرې سوې ویډیوګانې ښیي چې د روستاک خلک په ډله ایز ډول د دې ښار د سویلي نظامي مرکز سیمه پریږدي.

په دغو ویډیوګانو کې په یوه کې د «راشا ټوډې» چینل خبریال لیدل کېږي چې د روستاک د جنوبي پوځي ولسوالۍ د قوماندې له ودانۍ له خلکو سره په تیښته کېږي. هغه په ​​انګلیسي ژبه خبر ورکوي چې په دې ودانۍ کې د چاودنو او ډزو غږونه اورېدل شوي دي.

په دوهم ښار کې شخړه

په ورته وخت کې له روستوف څخه مسکو ته پر لاره د ورونژ په ښار کې د واګنر د ځواکونو او روسي پوځ ترمنځ د نښتې راپورونه ورکړل سوي دي. د ورونژ والي الکساندر ګیسوف وویل چې پوځ به د واګنر د وسله والو ځواکونو لخوا د پاڅون د مخنیوي لپاره ټول «ضروري پوځي اقدامات» وکړي.

د رویټرز خبریال د ورونژ ته په لاره کې د واګنر د پوځي کاروان د لیدلو راپور ورکړ. ويل کيږي چې په دغه کاروان کې يو لوډر او يو ټانک ليدل سوي دي.

د ورونژ والي اعلان کړی چې په دغه ښار کې د تېلو په یوه ګودام کې اور لګېدلی دی. هغه وویل چې د اور وژنې په عملیاتو کې شاوخوا ۱۰۰ اور وژونکو برخه اخیستې وه. تر اوسه معلومه نه ده چې دا اور لګېدنه له جګړې سره تړاو لري او که نه.

واګنر: ډېر ژر به نوی ولسمشر ولرو

د واګنر ډلې پورې اړوند یوې رسنۍ په خپل ټیلیګرام چینل کې لیکلي چې پوتین «غلطې» ذټاکنې ترسره کړې او دا چې «موږ به ډیر ژر یو نوی ولسمشر ولرو.»

د اروپایی شورا مشر شارل میشل وویل چې هغه د ډیری جې ۷  مشرانو او شریکانو سره په تماس کې دی او په روسیه کې پرمختګونه «له نږدې څاري».

هغه دا پرمختګونه د روسیې داخلي مسئله وبلله او زیاته یې کړه: «زموږ ملاتړ د اوکراین او د هغه له ولسمشر زیلینسکي سره ثابت دی.»

زیلینسکي: دې جګړې د روسیې کمزورتیا څرګنده کړه

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي، چې هېواد یې له تېر کال راهیسې د روسیې او واګنر د ملېشو تر بریدونو لاندې دی، وايي چې د دواړو تر منځ جګړې «د روسیې کمزورتیا ښودلې ده.»

Russland | Wagner-Söldner in Rostow am Don
انځور: Erik Romanenko/ITAR-TASS/IMAGO

هغه زیاتوي: »څومره چې روسي واحدونه او اجیر پوځیان زموږ په هېواد کې پاتې سي، په همغه اندازه به دا هېواد له ګډوډۍ، دردونو او ستونزو سره مخ سي.»

د زیلینسکي مشاور : دا یوازې پیل دی

د اوکرایین د ولسمشر سلاکار میخایلو پودولیک د نفوذ لرونکو سیاستوالو تر منځ واټن «څرګند» بللی او لیکلي یې دي نور دا کار نه کوي چې داسې وښيي چې هرڅه سم دي.

هغه وايي: «راتلونکي ۴۸ ساعته به د روسیې نوی وضعیت وټاکي.» «یا په بشپړه پیمانه کورنۍ جګړه یا د خبرو اترو له لارې د واک لیږد یا د پوتین د رژیم د رانسکوریدو له راتلونکي مرحلې دمخه لنډمهاله بیرته ستنیدل.»

پوډولیک ادامه ورکوي. «ټول احتمالي لوبغاړي اوس دا غوره کوي چې کوم اړخ انتخاب کړي ، تر اوسه پورې، د روسیې د اشرافو په منځ کې کاڼه چوپتیا وه.»

لږترلږه یو له دې خلکو څخه چې پوډولیک یې یادونه کوي خپل دریځ څرګند کړی دی. د چیچنیا مشر رمضان قادروف اعلان وکړ چې د واګنر ډلې مشر یې غندلی او د هغه چلند یې «بغاوت» بللی دی.

Russland | Wagner-Söldner in Rostow am Don
انځور: Erik Romanenko/TASS/dpa/picture alliance

د آلمان د بهرنیو چارو وزارت د دغه هیواد له اتباعو غوښتي چې تر بلې خبرتیا پورې مسکو ته سفر ونه کړي.

ص.ذ/ ن .ص