1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآسیا

نظر: افغانستان کې جنګي جنایتونه - د سترو جنایتونو کوچنۍ برخه

۱۳۹۹ آذر ۳۰, یکشنبه

په افغانستان کې د استرالیایي عسکرو په اړه ټکان ورکونکی رپوټ چې د ملکي خلکو پر وړاندې یي جنګي جنایتونه ترسره کړي، کیدای شي یوازې یو پیل وي. د وصلت حسرت نظیمي په نظر اوس باید پر دې کار وشي او جبران خساره یي ورکړل شي.

https://p.dw.com/p/3myTx
Australische Soldaten in Afghanistan
انځور: Paul Miller/dpa/piatcure alliance

استرالیایي عسکرو په یوه لاس په ډیرې آرامۍ سره د یوه کوچني ماشوم سر په غیږ کې نیولی او په بل لاس یې ورته پر مرۍ په وینو لړل شوې چاړه ایښې ده. ماشوم ډیر ایریدلی او د شوک په حالت کې یي په خپل غیږ کې یو کوچنی وری «د پسه بچۍ» نیولی دی.

«مه ویریږه. مونږ دلته راغلي یو یو چې سوله راولو.» دا جمله په انګلیسې ژبه تر انځور لاندې لیکل شوې ده. د هغه د پښو لاندې د استرالیا او افغانستان بیرغونه لیدل کیږي.

دا انځور چې په څرګند ډول د فوټو شاپ په وسیله جوړ شوی او جعلي دی، د یوه چینایي دولتي چارواکي له خوا په تویتر کې خپور شوی دی او په افغانستان کې د استرالیایي سرتیرو د جنګي جنایتونو په اړه رپوټونو ته اشاره کوي چې جزویات یي د نومبر میاشتې له نیمایي راهیسې قدم په قدم را برسیره کیږي.

په تویټر کې ویل شوي چې پيکنګ د استرالیایي پوځ ظلم شوک کړی دی او دغه اعمال په سختو ټکو غندي.

د کانبیرا د غوسې ډک غبرګون: د استرالیا لومړي وزیر بی له ځنډه یو مطبوعاتي کنفرانس را وغوښت او د پیکینګ حکومت ته یې د یوه څرګند پيغام استولو په خاطر له خپل هیواد څخه چینایي دیپلوماتان اخراج کړل. آیا دا سم کار وو؟

دوه ګونی چلند او که سترګې پټول؟

په چین کې دغه دوګونې چلند د توجه وړ او کومه نوې خبره نه ده. سربیره پر دې د کلونو راهیسې چین د بشري حقونو څخه په سرغړونه تورن دی او په عین وخت کې د نړیوالو د سترګو مخې ته د ایغور مسلمانانو پر نسل وژنې لاس پورې کوي. لکه د چین په څیر له جابره رژیمونو څخه سړی بل ډول تمه هم نه شي کولی.

خو سره له دې د استرالیا په څیر د لویدیځې مفکورې لرونکی هیواد چې کله د چین په وسیله د عمومي اړیکو پر کمپاین بحث کوي، غواړي د نړیوالو پام بل لور ته واړوي: په دې توګه د افغانانو ژوند یو وار بیا د سیاسي ګټو قرباني کیږي، د دې پر ځای چې هغه درناوی چې دوی یې حقداره دي ورته وشي. تمرکز باید پر قربانیانو وشي، نه له نورو هیوادونو سره پر دیپلوماتیکو سیالیو.

ښکاره خبره ده چې د استرالیا دا اقدام باید وستایل شي چې دا لومړنی حکومت دی چې په ښکاره ډول یي په افغانستان کې د خپلو عسکرو جنګي جنایتونه ومنل او اوس غواړي چې له قانوني لارې یې په اړه تحقیقات وکړي. 

Waslat Hasrat-Nazimi
د دویچه ویله د افغانستان د څانګې مشره وصلت حسرت نظیميانځور: Fahim Farooq

خو له دې څخه مونږ اټکل کولی شو چې تر اوسه پورې وړاندې شوي رپوټونه د هغه څه یوازې یوه کوچنۍ برخه ښکاره کوي چې په حقیقت کې تر اوسه پورې په افغانستان کې ترسره شوي دي او لا هم جریان لري.

د " ترهګرۍ ضد جګړه کې " ترهګري؟

استرالیا چې د ناټو د ماموریت په چوکاټ کې یي خپل سرتیري افغانستان ته استولي وو، په حقیقت کې د دغه نړیوال پوځي ماموریت یوه کوچنې برخه تشکیلوله. همدارنګه امریکا متحده ایالاتو بیا په افغانستان کې د مستقرو ځواکونو یوه لویه برخه تشکیل کړې وه، هغه خاوره یا هیواد چې د ګوانتانامو او اوبو غریب زندانونو پلوي کوي. له دې سره یو تصور پيدا کیږي چې شاید دغه هیواد په افغانستان کې په ورته یوه کار لاس پورې کړی وي.

د جنګي جنایتونو د نړیوالې محکمې قاضي فاتو بنسودا، د کلونو راهیسي په افغانستان کې د احتمالي جنګي جنایتونو په اړه معلومات را ټولوي چې له ۲۰۰۳م کال راهیسې د افغانستان په شخړه کې ترسره شوي دي. امریکا متحده ایالاتو د بنسودا د دې اقدام د ځواب په توګه شخصاً پر دغې قاضې بندیز ولګاوه او پر وړاندې یې سفري ممانعت وضع کړ.

آلمان هم په دې برخه کې ښه شهرت نه دی پریښې. کله چې د آلماني پوځ یوه جګپوړي افسر اوبرست کلاین د ۲۰۰۹م کال په سپټمبر میاشت کې د افغانستان په کندز ولایت کې د تیلو پر دوو غلا شوو ټانکرونو د بمبارۍ امر ورکړ، او په نتیجه کې یي ۱۴۲ تنه ملکیانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. د قربانیانو د کورنیو په لسګونو کسانو دعوی تر اوسه کومه نتیجه ور نه کړه. بلاخره تحقیقات بند کړای شول.

جرمني د کندز د قربانيانو د خسارې جبران نه ورکوي

همدا تیره اونۍ د آلمان د اساسي قانون محکمې چې د دغه هیواد تر ټولو لوړه قانوني مرجع ده، پریکړه وکړه چې قربانیانو ته باید هیڅ ډول جبران خساره (خونبها) ور نه کړل شي او په همدې منځ کې یي اوبرست کلاین ته په ارتقا ورکولو سره د جنرالۍ رتبه ورکړه.

دا یوازې پیل دی

نو په دې اساس د استرالیايانو تحقیقات په حقیقت کې د افغانستان د جګړې په اړه لومړنۍ څیړنې دي. له دې څخه مونږ اټکل کولی شو چې دا یوازې د واورو د غره یوه څوکه ده او د پلټنو پیل دی. دا به ډیر کلونو وخت ونیسي څو مونږ یي په حقیقي مقدار وپوهیږو، چې کوم جنایتونه «له ترهګرۍ سره د جګړې» په نامه ترسره شوي دي او حتی په هغه صورت کې به هم لا ډیر جنایتونه پټ پاتې وي.

که بالاخره لویدیځ هیوادونه د جنګي جنایتونو په اړه په جدیت سره خبرې ونه کړي، او خپلو اعمالو ته په انتقادي نظر کتلو سره د قربانیانو وارثانو ته جبران خساره ور نه کړي، نو دا به په راتلونکي کې هم د چین په څیر جابره رژیمونو ته د انتقاد زمينه مساعده کړي.

د چین نړیوال قدرت ترجیح ورکوي چې پر اقتصادي ګټو متکي اوسي، نه پر نظامي عملیاتو. چین اصلاً د بمونو او شکنجې پر ځای د چین له پولي واحد (ین) سره د یوه پیکینګ له پاره «زړه او ذهن» یعنې ملاتړ په اسانۍ سره ترلاسه کیدلی شي.

په دې اساس نو که لویدیځ غواړي چې په راتلونکي کې هم خپل اعتبار وساتي او د صحیح یا غلط د تفسیر کولو اختیار ولري، نو باید د یوه ښه الګو یا ښه مثال په توګه مخته لاړ شي.